د لاس رسي وړ اتصالات

اسرایلو او فلسطینیانو د م.م له غونډې مخکې خبرې پیل کړې


اسرایلو او فلسطینیانو د م.م له غونډې مخکې خبرې پیل کړې
اسرایلو او فلسطینیانو د م.م له غونډې مخکې خبرې پیل کړې

اسرایلي او فلسطینی لوړ رتبه چارواکي، ملګرو ملتونو ته د فلسطین د پلان شوی وړاندیز نه مخکی، خبرو ته کښیناستل. دا پداسی حال کی ده چی متحده ایالات او اروپا کوښښ کوي چې فلسطینان وهڅوي چې د یوه خپلواکه دولت له اعلانه لاس په سر شي ځکه د دوی په اند دغه کار ښایی د منځني ختیځ د سولی بهیر له ګواښ سره مخامخ کړي.

د فلسطین د خودمختاره ادارې صدراعظم سلام فیاض پرون په نیویارک کی د اسراییلو د دفاع وزیر ایهود بارک سره خبرې وکړې. فرانسوئ خبری رسنی د ښاغلی فیاض له قوله ویلی چې دواړو چارواکو د امنیتی مسایلو او د حکومتداری په هکله د فلسطینی چارواکو پر چمتووالی خبری وکړی.

نړیوال بانک، د پیسو وجهي صندوق او ملګرو ملتونو ټولو ویلي چی فلسطيڼی چارواکي چی د اردن د سیند لویدیځه غاړه اداره کؤي، د خپلو دولتی چارو د پرمخ بیولو وس لري.

ټونی بلیر د برتانیی پخواني صدراعظم او د منځني ختیځ لپاره د څلور اړخیزو خبرو استازی وایي فلسطینیان باید نړیوال ملاتړ هم له ځانه سره ولري

"هغه موخه چی مونږ پدی اونی کی ځانته ټاکلی ده، د فلسطین د دولتداری په چارو کې پرمختګ او د سولی د خبرو بیا پیلیدل دي ځکه له دې لارې به د سولی د خبرو د نوي بهیر په پیل د فلسطین د نوي دولت لپاره د نړیوالی ټولنی ملاتړ هم له ځانه سره ولرو".

د امریکا د بهرنیو چارو و زیرې میرمن هلري کلنتن وویل هغی پرون د اروپایی ټولنی د بهرنی پالیسی مشری میرمن کترین اشتن سره د پرمختګ د لارو چارو په اړه خبری وکړي ترڅو دوی مخامخ خبرو وهڅوی خو هغی د خپلو هڅو پایلی روښانه نه کړې او دا چی پدی برخه کی څومره پرمختګ شوی دی.

د فلسطیني چارواکو سره مرستندویې مهمی ډلی هم د سولی د خبرو د بیا پیل غږ کوي.

د ناروی بهرنیو چارو وزیر جوناس ګاهرستویر

"خبرې اترې په ټپه دریدلی او د وروستیو ستونزمنو مسلو په اړه هیڅ هم ندي شوی. له همدی کبله د غونډی په پایله کی د خبرو اترو پر اړتیا ټینګار کوو تر څو د دوه و ګاونډیو هیوادونو په توګه د یو بل تر څنګ د شتون خوب چی مونږ یی له ډیری مودی ګورو، ریښتونی شي".

د اسراییلو د بهرنیو چارو د و زارت مرستیال دني ایلان کمیټی ته وویل چی که فلسطین په ملګرو ملتونو کی د وړاندیز د پریکړی نه لاس وانخلي نو دا په راتلونکی کی د اسراییل له خوا پر اقتصآدی مرستو هم منفي اغیزه شیندلای شی.

"که فلسطینیان د مذاکراتو میز ته حاضر نشي او په ښه نیت، جدیت او یو بل ته په بشپړ درناوی خبرو ته کینني مونږ به هیڅکله د حل د لاری په موندلو کی بریالی نشو. نو په اصل کی ملګرو ملتونو ته تګ د مسولیتونو څخه سر غړونه ده. زه د فلسطین پر مشرتابه غږ کوم چی خپل خلک دی د ناکامی سره نه مخ کوي خو تر هغی هم مهمه دا چی په سیمه او تر هغی وړاندی دی د نورو نه پدی اړه پوښتنی وکړي".

د فلسطینی اداری مشر محمود عباس ویلی چی دی به د متحده ایالاتو او اسراییل د شدید مخالفت سره سره په ملګرو ملتونو کی د یوه خپلواکه فلسطین د غړیتوب د تر لاسه کولو هر اړخیزی او بشپړی هڅی وکړي.

XS
SM
MD
LG