د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیل: په بیت المقدس کې د بریتانیا قونسلګرۍ خپل فعالیتونه بندوي

اسرائیل وايي، په بیت المقدس کې د بریتانیا د قونسلګرۍ فعالیتونه په رسمي ډول پای ته رسوي. دا اقدام د بریتانیا له خوا د لوېدیځې غاړې په اشغال شوې سیمه کې د اسرائیلي ناقلینو په ضد د لګول شویو بندیزونو له امله او د رامنځته شوې شخړې په پای کې شوی دی.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر اېډ مېلیبنډ ویلي، بریتانیا دا نه مني چې اسرائیل دې له قانوني پلوه د قونسلګرۍ د تړلو حق ولري.

اسرائیل تېره میاشت بریتانیا ته ۳۰ ورځې وخت ورکړی و چې خپله قونسلګري وتړي. دا پرېکړه وروسته له هغې وشوه چې لندن په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د اسرائیلي ناقلینو په ضد بندیزونه اعلان کړل، چې له دغو سیمو څخه د تولید شویو توکو پر سوداګرۍ هم بندیزونه په کې شامل وو.

د اسرائیل د بهرنیو چارو وزیر ګیدین سار وویل، په دغو اقداماتو کې په کریات ګات کې د غزې د نړیوال مرستندویه مرکز څخه د بریتانوي استازو ایستل، د فلسطیني ادارې د امنیتي ځواکونو د روزنې په برخه کې د بریتانیا د فعالیتونو پای ته رسول، او پر ۱۲ بریتانوي دولتي چارواکو او اتباعو باندې اسرائیل ته د تګ بندیز هم شامل دي.

هغه همداراز وویل چې په بیت المقدس کې د بریتانیا قونسلګرۍ خپل فعالیتونه پای ته رسولي او د قونسلګرۍ لوحه هم لېرې شوې ده او زیاته یې کړه چې دا اقدام د اسرائیل او بریتانیا ترمنځ د دیپلوماتیکو اړیکو د بشپړ پرې کېدو په معنا نه دی.

بلکې بریتانوي دیپلوماتانو ته به اجازه ورکړل شي چې د پخوانۍ قونسلګرۍ له ودانۍ څخه، د محدودو صلاحیتونو په چوکاټ کې، خپل فعالیت ته دوام ورکړي.

د اسرائیل د بهرنیو چارو وزیر ګیدین سار وویل، د اسرائیل د امنیتي او دیپلوماتیکو محدودولو دوره پای ته رسېدلې ده. هغه زیاته کړه چې اسرائیل یو څرګند اصل ټاکلی چې د اسرائیل پر ضد هر اقدام به د اسرائیل له خوا له «مناسبو متقابلو اقداماتو» سره مخ شي.

قونسلګري د بیت المقدس په هغه برخه کې موقعیت لري چې اسرائیل د ۱۹۶۷ کال په جګړه کې ونیوله او وروسته یې له خپلې خاورې سره یوځای اعلان کړه؛ خو ډېر هېوادونه دغه اقدام په رسمیت نه پېژني.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG