د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیل غواړي روغتونونه له ټکنالوژۍ ډیره ګټه واخلي


په اسرائیل کې یو روغتیایي مرکز غواړي چې په ټوله نړۍ کې ډاکټران د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو کې له ټکنالوژۍ څخه کار واخلي.

سره له دې چې په ټوله نړۍ کې روغتونونه غواړي چې د نویو ټکنالوژیو له لارې ناروغانو ته پرمختللي خدمات وړاندې کړي خو په اسرائیلو کې د شیبا طبي مرکز ښایي لومړۍ روغتون وي چې د ټکنالوژۍ نوي تاسیس شوي شرکتونه یې د روغتیا په برخه کې د نوښت په پار راټول کړي دي.

د اسرائيل په تل ابیب ښار کې د شیبا طبي مرکز لخوا دغه نوښت ته د ARCنوم ورکړل شوی.

د دغې مرکز مسئولین وایي چې د روغتون له ډاکټرانو سره د ټکنالوژۍ دوو شرکتونو کارکوونکي کار کوي چې د صحي خدمتونو د وړاندې کولو پروسه له نږدې وڅاري. دغه کارکوونکي ځانونو سره نوټ اخلي او وروسته د پروسې د اسانولو لپاره نوښتونه رامنځ ته کوي.

په دې اړه د شیبا د طبي مرکز مسئول، ایال زیملیچمن اسوشیټډ پرس ته داسې وویل:”چې په روغتیایي سیستم کې ګڼې ستونزې شته او د دغو خدمتونو کیفیت ټیټ دی. زمونږ خدمتونه هیڅکله د هر بیمار د ضرورت په اساس نه جوړیږي. دغه پروګرام له لارې به په راتلونکو ۱۰ کلونو کې روغتیایي خدمتونو کې ګڼ شمیر تغیرات راوستل شي. “

د XRHealth په نوم دغه شرکت چې د ARC له شرکت سره د مجازي واقعیت په کارولو کې مرسته کوي. دغه شرکت غواړي چې له دې وروسته هر بیمار د مجازي واقعیت له لارې وارزول شوي، معاینه یې وشي او ډاکټر سره په بیلابیلو څیړنو کولو کې مرسته وشي.

په ټکنالوژۍ باندې ددغې پروسې سمبالولو سربیره، ددغې مرکز کارکوونکي په دې هم کار کوي چې په راتلونکي کې د ډیر عمر لرونکو کسانو لپاره د روغتیایي خدمتونو وړاندې کول اسانه کړي.

د ARC په نوم د دغه مرکز نوم له درې کلمو جوړ شوی چې چټکتیا، بدلون او مرسته ده. دوی هیله لري چې نور روغتونونه او روغتیایي مرکزونه به هم د هغوی په شان روغتیایې چارې د ټکنالوژۍ په مرسته چټکې کړي.

XS
SM
MD
LG