د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د دوشنبې په ورځ د هیواد پوځ ته امر وکړ چې په لبنان کې د حزبالله د ډلې پر ضد بریدونه لا پسې زیات کړي، په داسې حال کې چې اسرائیلي ځواکونو د شپې له خوا د لبنان په بېلابېلو سیمو کې څه باندې ۱۰۰ هدفونه وویشتل او د لیتاني سیند په اوږدو کې نښتې وشوې.
نتنیاهو د دوشنبې په ورځ په یوه ویډیویي وینا کې وویل: «موږ له حزبالله سره په جګړه کې یو او خپل بریدونه به لا پسې زیات کړو. اوسنی وضعیت موږ ته دا اړتیا راپیدا کوي چې بریدونه او شدت یې زیات کړو.»
د اسرائیل دفاعي ځواکونو (IDF) وویل چې د دوشنبې په ورځ یې د لبنان په سوېل او ختیځ بقاع دره کې د حزبالله څه باندې ۷۰ بنسټیز هدفونه وویشتل. پوځ د سېشنبې تر سهاره، وویل چې دا شمېر تر ۱۰۰ اوښتی، چې پکې د وسلو زېرمتونونه، د قوماندې مرکزونه او د څارنې پوستې شاملې دي.
د لبنان د دولتي خبري اژانس د راپور له مخې د اسرائیلو یو برید د بقاع درې په مشغره کلي ترسره شو چې لږ تر لږه ۱۲ کسان پکې ووژل شول چې ویل کېږي د یوې کورنۍ څو غړي په وژل شویو کسانو کې شامل وو.
دغه اژانس زیاته کړه چې د کفررمان په جنوبي کلي کې هم په جلا بریدونو کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي دي. اسرائیلي ځواکونو د نبطیه ښار او شاوخوا کلیو اوسېدونکو ته د سیمې د پرېښودو امر کړی دی.
د اسرائیلو د پوځ د شمالي قوماندې مشر، تورن جنرال رافي میلو، د دوشنبې په ورځ وویل چې پوځ په لبنان کې «په جګړه» بوخت دی او «د هېواد په دروازه کې بریدونه به ونه زغمي.» حزبالله ویلي چې د غبرګون په توګه یې د اسرائیلو پر پوځي هدفونو د بېپیلوټه الوتکو او راکټي ۲۲بریدونه کړي دي.
دا کړکېچ داسې مهال زیات شوی چې ټاکل شوې د لبنان او اسرائیلو پوځي پلاوي د مې پر ۲۹مه نېټه په پنټاګون کې د امنیتي مسایلو په اړه مستقیمې خبرې وکړي.
د لبنان د روغتیا وزارت ویلي چې د مارچ له ۲مې راهیسې، د اسرائیلو په بریدونو کې لږ تر لږه ۳,۱۸۵ کسان وژل شوي دي. دغه وزارت نه دي ویلي چې په وژل شویو کې څومره کسان جنګیالي وو.
د نتنیاهو د دفتر په وینا، د لبنان په سوېل یا نږدې سیمو کې ۲۳ اسرائیلي سرتېري او یو دفاعي قراردادي وژل شوي، او د اسرائیلو په شمال کې دوه ملکي وګړي هم وژل شوي دي.
فورم \ دبحث خونه