د لاس رسي وړ اتصالات

د اسرایلو ولسمشر د خبرو لپاره واشنګټن ته راغلی


د اسرایلو ولسمشر د خبرو لپاره واشنګټن ته راغلی
د اسرایلو ولسمشر د خبرو لپاره واشنګټن ته راغلی

د اسرائېلو ولسمشر شمعون پېرېز او د امرېکا ولسمشر براک اوباما دسه شنبی په ورځ په سپېنه ماڼی کې دېو لړ پراخه مساېلوپه برخه کې ملاقات وکړ. په دغو خبرو کې داسرائېلو او فلسطېن دسولی د بهېر او په منځني ختیځ کې دناکرارېو مسلې هم شاملی وې.

دواړه مشران به له ېوبل سره دکار په وخت کې دغرمی ډوډۍ هم په سپېنه ماڼی کې وخوري. داسرئېلو دغه اولسمشر تردی مخکی په 2009 مېلادی کال سپېنې ماڼۍ ته راغلی و.

ددوشنبی په ورځ، په بېت المقدس کې چارواکېو نېژدی د 1000 نوېو ېهودي کورنېو لپاره د کورونو جوړول په هغه سېمه کې اعلان کړل چې جنجال پرې روان دی او دبېت المقدس په ختېځه برخه کې پرته ده. رپوټ وايی داداسی اقدام دی چې د جمهوررئېس سره د ملاقات په وخت کې نوی جنجال او ترېنگلتېا را منځته کولی شی.

فلسطېنېانو له دېنه انکار کړېدی چې ترهغه وخت پورې د سولی په خبروکې برخه وانخلی چې اسرائېل د بېت المقدس په ختېځ او لوېدېزه غاړه کې چې ېوه اشغال شوې سېمه ده دکورونو جوړولو ته ادامه ورکړی. فلسطېنېان په دغه ځمکه باندی د خپل اېنده دولت دجوړولو لپاره دعو ه کوي.

اسرائېل وايي چې پکارده فلسطېنېان د سولی د خبرو لپاره شراېط تحمېل نکړی او په دې ټېنگار کوي چې دنوېو کورونو جوړول په هغو سېمو کې ادامه لري چې د مذاکراتو په پخواني پړاو کې پېل شوي وو.

XS
SM
MD
LG