د ایټالیا د لوړپوړو کشیشانو کنفرانس (CEI) وايي، په تېرو دوو لسیزو کې په دغه هېواد کې ۵۷ کشیشان د ماشومانو د جنسي ځورونې په جرم په بند محکوم شوي دي.
هغه راپور چې د ایټالیا د لوړپوړو کشیشانو په غوښتنه چمتو شوی او د چهارشنبې په ورځ، د نومبر په ۲۵مه، خپور شوی، د هغو ۳۷۸ پېښو څېړنه کوي چې له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۲۱ کال پورې د کلیسا چارواکو ته یې په اړه رپوټ ورکړ شوی و.
په دغو پېښو کې د ماشومانو د جنسي ځورونې ۸۸۰ جلا موارد شامل دي چې ۳۵۶ کسان پکې په ځورونې تورن شوي او ۳۸۵ ماشومان یې قربانیان دي.
د کاتولیکې کلیسا نړیواله اداره په تېرو څو لسیزو کې د هغو رسوايیو له امله له جدي ننګونو سره مخ شوې چې د کشیشانو له خوا د ماشومانو جنسي ځورونې او د دغو جرمونو د پټولو په اړه راپورته شوې دي.
دغو رسوايیو د کلیسا اعتبار ته زیان رسولی او دې ته یې اړ کړې چې قربانیانو ته د سلګونو میلیونو ډالرو په ارزښت تاوان ورکړي.
په راپور کې راغلي چې د ماشومانو د جنسي ځورونې په تور ۱۲۳ کسان د ایټالیا قضايي ادارو ته معرفي شوي چې له ډلې ۵۷ کسان په بند محکوم شوي دي.
راپور زیاتوي چې کلیسا ۲۱۸ کشیشان هم مجازات کړي او شاوخوا ۷۰ سلنه یې مجرم پېژندل شوي دي.
د ماشومانو د ځورونې له ۳۵۶ تورنو کسانو څخه ۸۷ تنه د کشیشۍ له مقام څخه لرې شوي یا په لنډمهاله توګه له مذهبي دندو ګوښه شوي دي. ۳۹ تنه تقاعد شوي او ۶۷ نور مړه شوي دي.
د راپور له مخې، د هغو قربانیانو شاوخوا ۷۰ سلنه هلکان وو چې د ځورونې پېښې یې ثبت شوې دي. د ۱۴ او ۱۷ کلونو ترمنځ عمر لرونکي هلکان تر نورو ډېر له دغو ځورونو سره مخ شوي دي.
په شاوخوا ۸۰ سلنه پېښو کې تورنو کسانو څو ځله د سرغړونې او ځورونې اعمال ترسره کړي وو او د راپور شویو پېښو له ۳۰ سلنې څخه کم شمیر یې له جنسي اړیکو او اعمالو سره تړاو درلود.
د ایټالیا د لوړپوړو کشیشانو د کنفرانس مشر، کارډینال ماتیو ماریا زوپي، په یوه اعلامیه کې ویلي:«دغه جنایتونه هغه شر بربنډوي چې د کلیسا په منځ کې یې ریښې غځولې دي. موږ باید دې پدیدې ته په خپل اصلي نوم غږ وکړو او د هغې ژورتیا او وحشت ومنو.»
د دې راپور لیکوالانو چې په فلورانس ښار کې د ماشومانو د ملاتړ له بنسټ «ایستیتوتو دلي اینوچنتي» سره کار کوي، ویلي چې د دوی څېړنه په هېڅ ډول په ایټالیا کې د دیني عالمانو له خوا د ماشومانو د جنسي ځورونې د ټولو پېښو بشپړ انځور نه وړاندې کوي.
دوی ټینګار کړی چې راټول شوي معلومات یوازې د هغو اسنادو او معلوماتو پر بنسټ دي چې د کلیسا په ارشیفونو کې موجود وو.
فورم \ دبحث خونه