د لاس رسي وړ اتصالات

جلال آباد کې د پاکستان د توغندیو د حملو خلاف مظاهرې شوي


جلال آباد کې د پاکستان د توغندیو د حملو خلاف مظاهرې شوي
جلال آباد کې د پاکستان د توغندیو د حملو خلاف مظاهرې شوي

په سلګونو کسانو نن دوشنبې د افغانستان په ختیځ ښار جلال آباد کې د یوې مظاهرې په ترڅ کې د پاکستان توغندیو ته د ورته ځواب ورکولو غوښتنه وکړه.

له تیرو څو اوونیو راهیسې په افغانستان کې چارواکي وايي، ددغه هیواد پر سرحدي سیمو باند د پاکستان له لورې په پرله پسې ډول توغندی ویشتل کیږي. له همدې آمله د دواړو هیوادونو اړیکې خړې پړې شوي دي.

افغان چارواکي وایي پدې بریدونو کې لږترلږه ۴۲ ملکیان وژل شوي او زیات شمیر نور ټپیان دي. ګڼ شمیر کورنۍ له خپلو سیمو کډې کولو ته اړ شوي دي.

افغان سرحدي پولیس وايي، یوازې د جون د میاشتې راهیسې د سرحد د پورې غاړې نه د اته سوو نه زیات توغندي وریدلي دي.

د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي وویل هیواد به یې پاکستان ته پوځي ځواب ورنکړي.

نن په جلال آباد کې مظاهره کوونکو غوښتنه کوله چې که چیرته د پاکستان نه د توغندیو ویشتل نه بندیږي نو په وړاندې یې باید ورته ځواب ورکړل شي.

پاکستان ویلي کیدی شي یو شمیر هغه توغندي د پولي اوښتي وي چې دوی د وسله والو یاغیانو په مقابل کې توغولي وو.

نن په کونړ او هلمند ولایتونو کې هم د پاکستان له خوا د افغانستان پر خاوره د توغندیو د راتلو په خلاف غونډې او مظاهرې شوي دي.

د توغندیو د لګېدو دوام

دا مظاهرې په داسې مهال کيږي چې همدا نن د کونړ والي سيد فضل الله وحيدي رسنيو ته وویل چې نن هم د پاکستان له خوا پرافغانستان د توغونديو بريدونه شوي دي.

د ښاغلي وحیدي په وينا دغه بريدونه د کونړولايت د شيګل ولسوالۍ پرشلطن سيمې شوي دي. دى وايي، تر دا مهاله چې دوی ته کوم معلومات ورکړل شوي دي، پدې بریدونو کې چاته کوم زيان نه دى رسیدلى.

XS
SM
MD
LG