د لاس رسي وړ اتصالات

د جاني خیلو ولسوالۍ سقوط ندی کړی


Paktia
Paktia

په پکتيا کې د پوليسو د سپين غر زون قوماندان پاسوال اسدالله شېرزاد وايي، سلګونو وسله والو، چې د ده په وينا بهرني جنګيالي يې هم ملتيا کوي، د جاني خېلو ولسوالۍ پر حکومتي تاسيساتو هجوم وروړی.

که څه هم په ځينو راپورونو کې راغلي، چې ولسوالي نن سهار د طالبانو لاسته لوېدلې، خو قوماندان شېرزاد امريکاغږ ته وويل، چې د ولسوالۍ مرکز له دوی سره دی، مګر له ځينو امنيتي پوستو څخه يې شا تګ کړی دی.

پاسوال شېرزاد وويل: ” پر هرې پوستې يې درې يا څلور تعرضونه کړي او په ټولو کې ناکام شوي دي، خو نن زموږ درې امنيتي پوستې شا ته راغلي دي، مګر ولسوالۍ سقوط نه دی کړی، زموږ امنيتي ځواکونه د ولسوالۍ په مقر کې دي‟.

همدارنګه ځينو خبري سرچينو امريکاغږ ته وويل، چې ولسوالۍ ته مرستندويه ځواکونه لېږل شوي، خو د جګړې له اصلي ډګر لږ وړاندې د لوړاي په سيمه کې طالبانو د ولسوالۍ مرکز ته پرې لار قطعه کړې ده.

د پکتيا د امنيې قوماندانۍ وياند سردارولي تبسم نن سهار امريکاغږ ته وويل، چې سيمې ته د هوايي ځواک د ورلېږلو غوښتنه شوې، څو نن د ورځې تر اخره د هوايي بريدونو په اړه کوم راپور نه دی ورکړل شوی.

په همدې حال کې د پکتيا د ولايتي شورا غړی تاج محمد منګل د ولسوالۍ سقوط نه مني، خو پر مرکزي حکومت انتقاد لري، چې له امنيتي ګواښونو سره سره يې دغې ولسوالۍ ته کومه خاصه توجه ونه کړله.

منګل زياته کړه: ” جمهور رئيس ژمنه کړې وه، چې د بيارغونې کارونه به ترسره کوي. بله ستونزه دا ده چې د امنيتي ځواکونو ترمنځ همغږي نشته او نه هم هوايي مرسته ورته رالېږل کېږي. دا څو لاملونه دي چې له امله يې نورې سيمې هم له سقوط سره مخ کېدای شي‟.

په ورته وخت کې د سيمې اوسېدونکي او طالبان وايي، چې د ولسوالۍ مقام، امنيه قومانداني او شاوخوا امنيتي پوستې د دوو ورځو له سختو بريدونو وروسته نن سهار وسله والو طالبانو نيولې دي.

طالبانو په يوه خپور شوي بيان کې ويلي، چې د جګړې په ترڅ کې يې ولسوالي نيولې، لسګونه امنيتي سرتېري وژلي، وسلې او مهمات يې هم ترلاسه کړي دي، خو چارواکي يې تش ادعاوې بولي.

جاني خېل د پکتيا په ختيځ کې پرته غرنۍ سيمه ده، شاوخوا يو کال مخکې هم د ډله ييزو بريدونو په ترڅ کې طالبانو نيولې وه، خو له څه مودې وروسته حکومت د پوځي عملياتو په ترڅ کې بېرته په خپل کنترول کې واخيستله.

  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG