غوره شوي عکسونه
۵
په میلیونونو نارینه او ښځې د "کمبه میله" په نوم مذهبي مراسمو کې د ګډون لپاره د هند د اتر پردیش ایالت په پریاګ راج ښار کې ټول شوي دي. دغه مراسم چې د نړۍ تر ټولو ستره مذهبي غونډه بلل شوې، شپږ اونۍ دوام کوي
۶
د جاپان په یوکوهاما ښار کې یوه جاپانۍ د 'کیمونو' په ځانګړي لباس کې
۷
د نیپال د پلازمینې کتمندو په شمال ختیځ کې د "مادهاو نارایان" مذهبي مراسمو یوه څنډه
۸
د جرمني د هارتز غرونو ته نږدې څو تنه غر ختونکي د کنګل شویو ونو له څنګ څخه د تیریدو په حال کې