د لاس رسي وړ اتصالات

د جاپان صدراعظم وايي په خپله کابینه کې تغییرات راولي


د جاپان صدراعظم یوشینکو نودا وايي چې هغه به سبا د دوشنبې په ورځ په خپلې کابینې کې یو لړ تغییرات راولي چې په لړ کې یې د خرڅلا د مالیې د دوچنده کولو په برخه کې د اوپوزیسون ملاتړ ترلاسه کړي.

ښاغلي نودا نن د یکشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې هغه لا تراوسه پوري د کابینې د تغییراتو د جزیاتو په هکله پریکړه نه ده کړې خو د چارو کارپوهان بیا وايي چې امکان لري د ترانسپورټ او د دفاع وزیران خپلې وظیفې له لاسه ورکړي ځکه پر هغوي د روان کال د اپریل په میاشت کې د پارلمان په مشرانو جرګه کې د حکومت د مخالفینو له خواه نیوکې وشوې.

په کابینې کې د بدلونونو پریکړه وروسته له هغه نه وشوه چې صدراعظم نودا نن د یکشنبې په ورځ د ډیموکراتیک ګوند د استاځي ایکایرو اوزاو سره د مالیاتو پر مسلې کومې نتیجې ته ونه رسیدی.

صدراعظم نودا چې پخوا د جاپان د مالیې وزیر وو ، ژمنه یې کړې ده چې د مالیاتو د لوړوالي یو لایحه به د پارلمان اوسنی دورې ته چې د جون پر ۲۱ ختمېږي وړاندي کړي.

د دیموکراتیک ګوند مشر اوزاوا ته د وفادارو وکیلانو پرته، صدراعظم نودا د لیبرال ډیموکرات ګوند ملاتړ ته هم ضرورت لري چې په پارلمان کې د یادشوې لایحې په تصویب کې مرسته ورسره وکړي.

XS
SM
MD
LG