جاپاني ډاکترانو، د ، درې لکواوشپیتو زرو ماشومانو معاینه کول پیل کړي. دغه ډاکتران غواړي چې دا معلومه کړي چې د کاره لوییدلې اټمي بټۍ نه د اټمي وړانگو خپریدو په دغو ماشومانو کې د تایراید د سرطان خطرڅومره زیات کړی دی.
د تایراید د اوالتراسوند معاینه کول نن، د فوکوشیما په طبي پوهنتون کې پیل شول. دا ماشومان د فوکوشیما اټمي بټۍ ته نژدې د دوو ښارگوټو اوسیدونکي دي.
ددغه اټمي بټۍ نه د مارچ په یوولسمه ، د زلزلې او سونامي راهیسې ، چې د جاپان شمال ختیځې ساحلي برخې یې ډیری سختی وځپلې اټمي وړانگی وځي. په دغه طبیعي ناورین کې ۲۰ زره خلګ مړه یا لادرکه شول.
د اټمي وړانگو له امله تر اوسه پوري هیڅوک نه دی مړ، خو دغه معاینات ځکه پیل شول چې یوې تازه سروې وښوده چې د فوکوشیما د ساحې یو سلو دیرشو ماشومانو د تایراید غدو فعالیت نورمال نه و.
تر اوسه پوري دا نده معلومه چه دا طبي مشکل د اټمي وړانگو د خپریدو سره مستقیما ارتباط لري کنه
ډاکتران پلان لری چې لومړۍ دغې اتومی بټۍ ته نژدې اوسیدونکي پنځه زره ماشومان معاینه کړي.