په جاپان کې روان اتومي بحران په نړۍ کې د اتومي قدرت د مسونیت په اړه نوي بحثونه راپارولي دي.
په جاپان کې زلزلې او سمندري توپان پدغه ملک کې لویه تباهي واړوله. په زرګونو انسانان ووژل شول. ډیر کلي او ښارونه بیخي له منځه ولاړل. اوس یو نوی خطر راپیدا شوی: د اتومي بټیو د ویلي کېدو خطر چې ډیر جاپانیان یې وارخطا کړي دي.
کوم څه چې پیښ شوي هغه دا دي چې د فوکوشیما ډیچي د اتومي بریښنا د بټۍ څو ریکتورونه خراب شوي، او شعاعګانې ورڅخه راوځي. د جاپان صدراعظم پر ملي تلویزیون وویل ددغو خطرناکو شعاعګانو د راوتلو اندازه ډیره زیاته ده.
یوکیو ایډانو، د جاپان د کابینې سلاکار وویل: ( اوس موږ د هغومره اندازې په اړه خبرې کوي چې انسانان اغیزمنوي.)
حکومت پر هغو خلکو چې اتومي بټیو ته نږدې اوسیږي غږ کړی چې په خپلو کورونو کې کښیني. په جاپان کې ددغه نوي ناورین هم مهاله امریکايي چارواکي وايي، اتومي قدرت یې خوندي دی. د امریکا د انرژی وزیر، سټیفن چو: )امریکایان دې ډاډه وي چې موږ داسې کلک اصول لرو چې اتومي توان خوندي او مسولانه تولید شي.)
خو څارونکي وايي خبره داسې نده. دوی دا مني چې په دې وروستیو کلونو کې د اتومي بټیو خونديتوب بهتره شوی خو وايي امریکایان باید تر دې بد حالت ته هم آماده اوسي.
کیون کیمپس، بیانډ نیوکلر: (جاپانیان چې زلزلو او سمندري توپانونو ته تر بل هر چا زیات تیاری لري هغوی هم د ۹درجې زلزله دومره نه وه ګڼې. ځکه نو ممکنه خطرونه باید له سره وڅارل شي.)
د کیون کیمپس شرکت بیانډ نیوکلر چې د راډیو اکتیف فاضله موادو څارنه کوي وايي چې په امریکا کې باید له شلو زیاتو اتومي بټیو ته د فعالیت اجازه ورنکړل شي.
(د فوکوشیما د ډایچي بټۍ ۴۰ کلن ریکټر دی. دا لومړنی ریکټر دی چې له بحران سره مخامخ کیږي. موږ په امریکا کې ۲۳ دغه ډول بټۍ لرو چې عین ډیزان لري.)
د انرژئ او چاپیریال د تحقیقاتي ادارې کارکوونکی ارجون ماکیجاني غواړي چې باید په ساحلي سیمو او د زلزلو له خطر سره مخ سیمو کې په پرتو اتومي بټیو له سره غور وشي او دا پوښتنه هم کوي چې که کوم اتومي آفت پیښیږي د پاکولو لګښت به یې څوک پرې کوي.
ارجون ماکیجاني، د انرژئ او چاپیریال د تحقیقاتي ادارې کارکوونکی
(اتومي ادارې د ۱۱ میلیارد ډالرو نه د زیات تاوان مسولیت نلري، پداسې حال کې چې موږ د حکومت د تاوان د کمولو فکر کوو ځکه نو په دغه موضوع بحثونه پکار دي.)
ماکیجاني وايي، که داسې کوم خطر پیښیږي ممکن خساره یې سلګونو میلیونو ډالرو ته ورسیږي.
په جاپان کې د سمندري توپان او زلزلې راهیسې، چارواکي په دې ندي بریالي شوي چې د ریکتورونو هستې د سمندر په اوبو یخې کړي. ریکتور ته د اوبو له رسیدو سره سم اوبه تبخیر کیږي.