د لاس رسي وړ اتصالات

هیروشیما ته د یوه امریکايي ولسمشر لومړی سفر


امریکا اوباما د امریکا د ولسمشر په توگه اسیا ته خپل وروستي سفر کې یو تاریخي قدم د جاپان هیرو شمیا ته هم اخلي. هیروشیما هغه ځای دی چې کال ١٩۴٥ کې ورباندې امریکا اتوم بم غورځولی و.

خو دې نه مخکې چې ولسمشر اوباما هیروشمیا ته لاړ شي ،دلته امریکا کې په دې بحثونه روان دي ،چې ایا یو اویا کله مخکې امریکا چې په هیروشیما اتوم بم غورځولی و،هغه یو برحق کار و، او ایا ولسمشر باید دغه ځای ته سفر وکړي که نه او ایا ولسمشر اوباما د هیروشیما د خلکو نه بخښنه وغواړي که نه .

توقع ده چې جمهورریس اوباما به هیروشیما کې په یو داسې ځای کې قدم هم وهي چې په اصطلاح د ماینونو ډک دی.

ولسمشر اوباما به لومړی امریکايي ولسمشر وي چې هیروشیما ته ځي
ولسمشر اوباما به لومړی امریکايي ولسمشر وي چې هیروشیما ته ځي

قریب یو اویا کاله مخکې په هیروشیما د امریکا د الوتکې نه غورځیدلي اتوم بم د نړۍ نقشه بدله کړه. اول په هیروشیما او بیا درې ورځې پس په ناگاساکي د امریکا لخوا قوي بم وغورځول شو. چې په نتیجه کې ېې د یو کال په جریان کې قریب یو لک څلویښت زره انسانان ووژل شو. وروسته هم د دې ښار خلک د سختو صحي مسلو سره مخ وو او ماشومان ېې ناروغه زیږیدل.

په امریکا کې خلک په دی نظر دي چې د امریکا دغه پریکړه چې په هیروشما او ناگاساکي باندي ایټم بم وکاروي، د ډیرو امریکایانو د ممکنه قتل عام مخنیوې وکړخو جاپانیان په دې باور دي چې په دغه حمله کې بیگناه انسانان ووژل شول.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري تیره میاشت هیروشیما ته سفر وکړ. هغه چې کله د اتومي بم کې د وژل شوو یادگاري څلي ته لاړو نو هغه ووئیل چې دا ډیر زړه دردونکي یادونه دي هغه وویل چې هر انسان ته پکار ده چې دا ځاي وویني.

ولسمشر اوباما به د جاپان صدر اعظم شینزو ابې سره د هیروشیما یادگاري څلي ته ځي
ولسمشر اوباما به د جاپان صدر اعظم شینزو ابې سره د هیروشیما یادگاري څلي ته ځي

ځیني کارپوهان په دی نظر دي چې د امریکا ولسمشر براک اوباما هم پکار ده دغه ځاي نندارې ته لاړ شي او د هیروشمیا د خلکو نه بخښنه وغواړی. خو بیا ځیني نور بیا وايي امریکا ولسمشر به بخښنه و نه غواړي او د جاپان حکومت داسي ډول غوښتنه هم نه کوي.

اوباما سره به د سولې یادگاري څلي ته د تگ په وخت به د جاپان صدراعظم شنزو ابې ملگری وي. د سپیني ماڼۍ چارواکي وايي چې دواړه مشران به د جنگ په تباهۍ خبري وکړي او د اتومي وسلو نه د پاکې نړۍ په اهمیت به ټینگار وکړي

XS
SM
MD
LG