د لاس رسي وړ اتصالات

ناوټوکن: د فوکوشیما په اټمي بټۍ کې وضع ډیره بحراني ده


ناوټوکن: د فوکوشیما په اټمي بټۍ کې وضع ډیره بحراني ده
ناوټوکن: د فوکوشیما په اټمي بټۍ کې وضع ډیره بحراني ده

د جاپان صدراعظم ناوټوکن وایي چې د فوکوشیما په خرابې شوې اټومي بټۍ کې وضع ډېره بحراني ده. ښاغلي ناوټوکن نن د جمعې په ورځ وویل چې پولیس، د اور وژنې اداره او پوځ د خپلو افرادو ژوند د مرگ د خطر سره مخامخ کړی او پوره کوښښ کوي چې د اټومي بټۍ ریکټورونه ساړه کړي.

حکومت نن وویل چې د فوکوشیما په زېانمنې شوې اټومي بټۍ کې د راډیو اکتېف موادو سطحه د خطر ناک حده پورې لوړه شوې ده او اوسنی مصیبت لا پای ته نه دی رسېدلی.

تېره اونۍ د زلزلې او د سونامي توپان نه وروسته، د جاپان د فوکوشیما په اټومي بټۍ کې د چاودنو په نتېجه کې دوه رېکټورونه د فعالیت نه ولوېدل، چې داټومي موادو راډونه یا ميلې ېې بېکاره شوې.

د جاپان حکومت نن اعلان وکړ چې روانه ستونزه ډېره شدېده ده . مخکې یې د شدت او خطر درجه د۴ او ٥ درجو ترمینځ وه خو اوس یې د خطر درجه دنړېوالې اټومي تلې په مقېاس باندې ٧ درجو ته پورته ختلې ده. د اټومی انرژئ دنړېوالې ادارې امر یوکیېا امانو نن وویل چې د جاپان حکومت خپل پوره کوښښ کوي چې زیانمن شوې رېکټورونه ساړه کړي خو وخت ډېر لږ پاتې دی.

د اور وژنې عمله کوښښ کوي چې د ډېرو پېاوړو پایپونو په وسیله په زیانمنې شوې اټومي بټۍ باندې اوبه وشیندي خو دراډیو اکتېف موادو دوړانگو د زیاتوالي او ډېرې گرمۍ له امله یې کوښښونه تراوسه پورې بریالي شوي نه دي.

جاپانی چارواکي زیار باسي چې د برېښنا کېبلونه اتومي بټۍ ته ور وغزوي چې د اور وژنې پرسونل وکولي شي د دوامدارې برېښنا په مرسته د اوبو شیندل په پوره قوت جاري وساتي. خو جاپان د فوکوشیما ولسوالۍ نه د امریکا غږ خبریال په خپل راپور کې وایي جاپاني چارواکي ډېر ډاډ نه لري چې دومره زر به د اټومي بټۍ دوو ریکټورونو ته د برېښنا کېبلونه وغزول شي.

XS
SM
MD
LG