د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا او جاپان د پوځي همکاریو د زیاتولو په اړه خبرې کوي


د امریکا او جاپان ګډ درې ورځني پوځي تمرینات د جنوري په میاشت کې د فیلیپین په سمندر کې ترسره شول.
د امریکا او جاپان ګډ درې ورځني پوځي تمرینات د جنوري په میاشت کې د فیلیپین په سمندر کې ترسره شول.

د جاپان مقاماتو ویلي چې حکومت یې له متحده ایالاتو سره د پوځي همکارۍ د زیاتولو او پراخولو په لارو چارو غور کوي.

د جاپان په پایتخت توکیو کې د حکومت ویاند د دوشنبې په ورځ مارچ ۲۵ (وري ۶) دا اعلان وروسته له هغه وکړ چې ځینو رسنیو، د چین سره د مقابلې لپاره په جاپان کې د متحده ایالاتو د پوځي حضور د پیاوړتیا د امکان په اړه راپور ورکړ.

جاپاني رسنیو او فایننشل ټایمز د دپلوماتیکو سرچینو په حواله خبر ورکړی چې د دواړو متحدینو د امنیتي تړون بیاکتنه به راتلونکې میاشت په واشنګټن کې د امریکا او جاپان په سرمشریزه کې اعلان شي.

په رپوټونو کې ویل شوي چې دا اقدام د اسیا-ارام سمندر په سیمه کې د چین د پراخېدونکي پوځي او سیاسي نفوذ د مخنیوي لپاره د اقداماتو یوه برخه ده.

د جاپان د حکومت ویاند یوشیماسا هایاشي خبریالانو ته وویل: "جاپان او متحده ایالات د قوماندې او کنټرول په برخه کې د همکارۍ د پیاوړي کولو په لارو چارو خبرې کوي ترڅو خپلمنځي عملیات او چمتووالی زیات کړي... زما درک دا دی چې په جاپان کې د میشتو امریکايي ځواکونو د جوړښت او پیاوړتیا په ګډون تراوسه هیڅ پریکړه نه ده شوې."

جاپان د امریکا مهم متحد بلل کیږي او په دغه هېواد کې شاوخوا ۵۴۰۰۰ امریکايي پوځيان مېشت دي. جاپان پلان لري چې تر ۲۰۲۷ پورې، دفاعي لګښتونه د خپل کورني عاید دوه سلنې ته لوړ کړي چې دا د شمالي اتلانتیک تړون (ناټو) معیار ګڼل کیږي. جاپان همدارنګه خبرداری ورکړی چې چین یې د امنیت دپاره "ترټولو ستره ستراتیژیکه ننګونه" رامنځته کړې ده.

د جاپان یومیوري ورځپانې، د متحده ایالاتو او جاپاني سرچینو په حواله، د دوشنبې په ورځ د احتمالي بدلونونو په اړه راپور ورکړ.

ورځپاڼې لیکلي چې د توکیو او واشنګټن ترمنځ د پوځي چارو د همغږۍ دپاره په جاپان کې د دواړو هېوادونو دایمي ګډ ټیم جوړیږي. تراوسه جاپان د امریکا سره د پوځي چارو د همغږۍ دپاره د متحده ایالاتو د ارام سمندر د پوځي قوماندانۍ سره معامله کوي چې د هاوايي په ټاپوګانو کې موقعیت لري.

فایننشل ټایمز لیکلي چې جاپان او متحده ایالات دواړه په خپلو کې د اړیکو پراختیا ته لیواله دي ترڅو "هغه څه ته ځواب ووایي چې دوی یې د چین له لوري د مخ په ډیریدونکي ګواښ په توګه یادوي."

په راپور کې دا د امریکا او جاپان ترمنځ په ۱۹۶۰ کال کې د لاسلیک شوي دوه اړخیز دفاعي تړون تر ټولو لوی بدلونونه ګڼل شوي دي.

ټاکل شوې ده چې د جاپان صدراعظم فومیو کیشیدا د اپریل په ۱۰ د یو دولتي سفر په ترڅ کې د متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن سره په واشنګټن کې وګوري.

کیشیدا به له دې یوه ورځ وروسته، د متحده ایالاتو، فیلیپین او جاپان په لومړني درې اړخیزه سرمشریزه کې هم برخه واخلي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG