د لاس رسي وړ اتصالات

جاوید لودین: د افغان ـ امریکا د ستراتیژیکو اړیکو په اړه مې له ایران سره مشوره وکړه


جاوید لودین: د افغان ـ امریکا د ستراتیژیکو اړیکو په اړه مې له ایران سره مشوره وکړه
جاوید لودین: د افغان ـ امریکا د ستراتیژیکو اړیکو په اړه مې له ایران سره مشوره وکړه

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال جاوید لودین وايي چې ایران ته په خپل وروستي سفر کې یې د ایران له حکومت سره د افغانستان او د امریکا ترمنځ د ستراتيژیکو اړیکو د تړون په اړه سلا مشورې کړي دي او ددغه هیواد اندېښنو ته یې غوږ نېولی دی.

جاوید لودین چې نن په کابل کې خبریالانو ته د ایران د سفر په اړه معلومات ورکول وویل چې دا سلا مشوره یې د جمهور رئیس کرزي په هدایت د ایران له حکومت سره ترسره کړې او که څه هم د ایران اندېښنه پدې اړه وې ولې بیا هم د افغانستان د ښه نیت په اساس یې دا کار ترسره کړی، لودین وویل چې پداسې حالاتو او مسایلو له ګاونډیو هیوادونو سره مشورې کوي.

جاوید لودین، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال: ‪"‬مونږ همیشه په خپلو همکاریو کې ، درسته ده چې په هر نوعه قضیه کې زمونږ ګټې محل او میلاک دي، ولې دا چې یو څه د افغانستان په ګټه تمامیږي دا خو واضح ده ولې دا چې د درېیم هیواد په ضرر تمامه نه شي دا هم مونږ ته د بحث وړ ده .‪"‬

جاوید لودین دا ډول ایران ته خپل سفر مهم وباله وې ویل چې ایران سره یې د هغو اهدافو تفاهم لیک لاسلیک کړی چې دوی غوښته، هغه وویل پدغه تفاهم لیک کې دوه اړخیزه مسایل، په ایران کې افغان کډوال، د ویزې او قونسلګرۍ امور او د زندانیانو مسایل شامل دي.

هغه زیاته کړه چې له ایران یې غوښته ترڅو د افغان کډوالو د استوګنې لپاره یوه موافقتنامه چې تر دې دمه نشته له افغان حکومت سره په ګډه برابره کړي، لودین زیاته کړه چې ایران ورسره خپله موافقه ښودلې ده.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال دا ډول وویل چې په ایران کې د افغان محصلین د ستونزو د اواري په موخه یې هم د یوې ګډې کمېټې د جوړښت موافقه ترلاسه کړې او ایراني مقاماتو سره یې د ویزو هغه ستونزه چې په ایران کې به ویزې نه تمدیدېدې هم اواره کړې ده.

XS
SM
MD
LG