د لاس رسي وړ اتصالات

پخواني جهادي رهبران د سولې په بهیر کې ونډه اخلي


پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف ویلي دي چې د طالبانو سره د خبرو لپاره یو پلاوی جوړوي.
پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف ویلي دي چې د طالبانو سره د خبرو لپاره یو پلاوی جوړوي.

په داسې وخت کې چې افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې او مذاکراتو لپاره هڅې ګړندۍ شوې، یو شمیر پخواني جهادي رهبرانو هم په دې بهیر کې ونډې اخیستو ته تیاری ښودلی.

پخوانی جهادي رهبر عبدالرب رسول سیاف وايي پر یوه پیاوړي پلاوي کار کوي چې له طالبانو سره د سولې خبرې اترې وکړي. هغه وایي چې دا پلاوی به د ولس استازیتوب کوي او د حکومت استازي به هم ولري.

د افغانستان جهادي رهبران په داسې وخت کې له طالبانو سره د سولې خبرو ته رادانګلي چې یو وخت له طالبانو سره جګړه کوله.

Afghanistan peace
please wait
Embed

No media source currently available

0:00 0:02:20 0:00

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي له طالبانو سره د سولې په برخه کې د هر ګام هرکلی کوي‫.

په دې تیرو څو میاشتو کې د افغانستان د سولې په اړه هڅې ګړندۍ شوې، چې په دې اړه د کابل په ګډون په اندونیزیا او سعودي عربستان کې د دیني عالمانو کنفرانسونه جوړ شول، د دې تر څنګ د طالبانو له مشرانو سرهامریکايي چارواکو هم مخامخ خبرې کړیدي.

XS
SM
MD
LG