د لاس رسي وړ اتصالات

جل بایډن د ټوکیو د المپیک لوبو د پرانیستلو په مراسمو کې ګډون کوي


ټاکل شوې میرمن بایډن د ټوکیو د المپیک لوبو د بیل په مراسمو کې ګډون وکړي

د امریکا د جمهور رئیس جو بایډن میرمن، جل بایډن چې یو دیپلوماتیک هیت هم ورسره دی، د جاپان پایتخت ټوکیو ته تللې چې د ۲۰۲۰ کال د المپیک د سیالیو د پیل په مراسمو کې ګډون وکړي.

سره لدې چې په جاپان کې د کرونا د وبا د خپریدو اندیښنې لا پخپل ځای دی، خو د میرمن بایډن او امریکایي هیت دا سفر په آسیا کې خپل یو مهم ملګري هیواد ته د ملاتړ پیغام ورکوي.

جل بایډڼ او هیت یې نن پنجشنبه جولای ۲۲ (چنګاښ۳۱) د یوکوټو په هوایي اډې کې ښکته شول چې امریکایي ځواکونه پکې دیرده دي. د جاپان د بهرنیو چارو وزیر د میرمن بایډن د هرکلي لپاره نظامي اډې ته ورغلی و.

ټاکل شوې چې میرمن بایډن به سبا د جمعې په ورځ د المپیک د لوبو د پیل په مراسمو کې برخه واخلي او د امریکایي لوبغاړو سره به هم وګوري.

سره لدې چې په جاپان کې عامو خلکو د المپیک د لوبو د کیدو سره مخالفت ښودلی، خو چارواکو ویلي دي چې دا لوبې به ترسره شي.

د نړۍ د بیلا بیلو هیوادونو نه څه باندې ۱۱ زره لوبغاړي د جاپان د "ورزشي کلي" ته ورغلي چې د ۲۰۲۰ کال د المپیک په لوبو کې برخه واخلي.

د توکیو د ۲۰۲۰ کال د المپیک لوبې باید تیر کال ترسره شوی وای، خو د کروناویروس د وبا د خپریدو په وجه دغه لوبې د یو کال لپاره وځنډول شوې او په همدې خاطر لاهم دا لوبې د ۲۰۲۰ کال د المپیک په نوم یادیږي.

عام خلک د کرونا د ویروس د خپریدو په هکله ځکه اندیښنه لري چې د لسګونو بهرنيو لوبغاړو چې د المپیک په سیالیو کې د ګډون لپاره جاپان ته تللي، د کرونا معاینات یې مثبت راغلي.

XS
SM
MD
LG