د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د ولسمشر جوبایډن سپی مړ شو


د جمهور رئیس جو بایډن سپي چې ۱۳ کاله ورسره و مړ شوی.
د جمهور رئیس جو بایډن سپي چې ۱۳ کاله ورسره و مړ شوی.

جمهور رئیس جو بایډن او میرمن یې جل بایډن سپی چې څه باندې ۱۳ کاله د هغوي سره و، مړ شو. دغه سپی چې د اتل (چمپین) نوم ورکړل شوی و د جرمني د شیپډر سپیو د ذاته و.

ښاغلي با‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌یډن او میرمن یې په یوې اعلامیې کې ویلي، " هغه زمونږ سره په خوښۍ او غم کې و. زمونږ په نا ویل شویو احساساتو پوهیده. مونږ د خپل خواږه او ښه هلک سره مینه لرو او تل به یې یادوو."

کله چې جو بایډن د امریکا د پخواني جمهور رئیس بارک اوباما مرستیال و، چمپین د بایډن د کورنۍ سره په سپینې ماڼۍ کې و.

جمهور رئیس او میرمن یې د میجر (جګړن) په نامه بل سپي هم لري چې په سپینې ماڼۍ کې ورسره اوسیږي.

د امریکا د مخکني جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ په دورې کې په سپینې ماڼۍ کې هیڅ سپی یا پیشو نه ساتل کیده. هغه د امریکا په تاریخ کې دویم جمهور رئیس و چې کورني حیوانات یې په سپینې ماڼۍ کې نه ساتل.

XS
SM
MD
LG