د لاس رسي وړ اتصالات

جو بایډن: ډانلډ ټرمپ دې معزول شي


د جمهوري ریاست دموکرات کاندید د ولسمشرۍ پخوانی مرستیال جوبایډن د اکتوبر په نهمه د نیو همشایر ایالت په انتخاباتي غونډه کې خبرې کوي.
د جمهوري ریاست دموکرات کاندید د ولسمشرۍ پخوانی مرستیال جوبایډن د اکتوبر په نهمه د نیو همشایر ایالت په انتخاباتي غونډه کې خبرې کوي.

د جمهوری ریاست پخوانی مرستیال بایډن د ولسمشر ټرمپ د معزولولو لپاره په دې اونۍ کې غږ کړیدی.

د جمهوری ریاست پخواني مرستیال جو بایډن د ولسمشر ټرمپ د معزولولو لپاره غږ کړیدی.

جو بایډن دا غږ وروسته ترهغه وکړ چې د اوکراین له حکومت نه یې د ده او دده د زوی هنټر بایډن په برخه کې د زیانمنو معلومات لاسته راووړلو لپاره فشاراچولی و.

د جمهوری ریاست دموکرات کاندی جوبایډن په نیوهمشایر کې په خپلو انتخاباتو مبارزو کې بوخت دی.

هغه وویل د ولسمشرټرمپ په برخه کې وویل:" زه ېې نه پریږدمچې د داسې خبرو له عواقبونه خلاص شي. هغه تراوسه پورې زما په څېرسړي باندې اووښتی نه و".

د امریکا انتخابات، بایډن او د ټرمپ د عزل هڅې
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:43 0:00

داهغه کلک پیغام و چې د جمهوری ریاست دموکرات کاندید جوبایډن ولسمشرټرمپ ته ورکړ. بایډن هڅه کوي چې د نیوهمشایر په مهم ایالت کې په وختي رایو کې خپل لومړنی مقام وساتي.

د متحدو ایالاتو د ولسي جرگې دموکراتانو د ولسمشر ټرمپ خلاف د هغه د عزل رسمي تحقیقات تر هغه وروسته پیل کړل چې لومړي افشاگر پر هغه تور ولگاوه چې د اوکراین نظامي مرستې یې ددې لپاره ځنډولې وې څو پر اوکرایني مشر زیلنسکي فشار روالي چې د جوبایډن د زوی پر خلاف زیانمن معلومات پیدا کاندي.

خو بایډن دا تورونه بې بنسټه بولي. رپوټونه وايي د ولسمشر ټرمپ د معزولولو د غوښتنو شمیر تر پخوا زیات شوېدی. مگر د ولسمشر ټرمپ ملاتړي وايي د بایډن خپلې تیرې کړنې او له بهرنیو مشرانو سره دې د هغه معاملې وڅېړل شي.

XS
SM
MD
LG