د لاس رسي وړ اتصالات

جمهور رئیس بایډن په پنځه ورځني سفر اروپا ته روان شو


جمهور رئیس بایډن لومړی لندن، بیا لیتوانیا او وروسته فنلنډ ته په رسمي سفرونو ځي.
جمهور رئیس بایډن لومړی لندن، بیا لیتوانیا او وروسته فنلنډ ته په رسمي سفرونو ځي.

د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن یکشنبه جولای ۹ (چنګاښ۱۸) په پنځه ورځني سفر اروپا ته روان شو او ټاکل شوې چې لومړی به په بربتانیا کې د پاچا چارلز درېیم او صدراعظم ریشي سوناک سره ګوري.

تر لندن وروسته ښاغلی بایډن د ناټو د غړیو هیواونو د مشرانو په غونډې کې د ګډون لپاره لیتوانیا ته ځي او د سفر ورستی تمځای یې فنلنډ دی چې تازه د ناټو غړی شوی.

همدغه راز د ناټو په غونډې کې به د روسیې یرغل د ځواب ویلو لپاره د اوکراین سره د ملاتړ په ډیروالي او همدارنګه پدې سازمان کې د سویډین په غړیتوب وغږیږي.

د ناټو ۲۹ غړیو هیوادونو پدې سازمان کې د سویډن د غړیتوب ملاتړ کړی خو یوازې ترکیې او هنګري لا تر اوسه پدې هکله خپل مخالفت پای ته ندی رسولی.

د ترکیې جمهور رئیس تیره اوونۍ داسې نښه څرګنده ګړه چې ګواکې دا هیواد لا هم چمتو ندی سویډن د ناټو غړی شي.

ښاغلي اردوغان چې د کابینې غونډې څخه وروسته یې خبریالانو سره خبرې کولې وویل چې "سویډن لا هم باید د خپل کورنۍ کار بشپړولو لپاره ډیر څه وکړي".

اردوغان پخپلو خبرو کې یو ځل بیا د سویډن په پایتخت سټاکهولم کې د قرانکریم یوې نسخې سوځیدل وغندل او دا کړنه یې د مسلمانانو پر ضد د کرکې جرم وباله.

هغه زیاته کړه: "مونږ دا واضح کړې چې د ترهګریزو سازمانانو او اسلام څخه کرکې په خلاف ټینګه مبارزه کول زمونږ سرې کرښې دي. ټول باید پوه شي چې د ترکیې ملګرتیا د ترهګرۍ سره په ملاتړ او یا هغوي ته په ځای ورکولو نشي ګټل کیدی."

تمه کیږي چې د ناټو مشرانو په غونډې کې به ددې سازمان سره د اوکراین په یو ځای کیدو هم بحث وشي. د ترکیې جمهور رئیس تازه ویلي چې اوکراین د ناټو د غړیتوب مستحق دی.

خو بل پلو بیا د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن ویلي چې د ناټو سره د اوکراین یو ځای کیدو د رایې اچونې غوښتنه د وخت نه مخکې خبر ده.

ښاغلي بایډن تیره اوونۍ د سي ان ان تلویزیوني شبکې سره په مرکې وویل چې اوکراین لا هم د ناټو غړیتوب تر لاسه کولو لپاره چمتو ندی او په ناټو کې هم پدې هکله غوڅ اکثریت نشته چې د دې پریکړې ملاتړ وکړي، په ځانګړې توګه چې هلته جګړه روانه ده.

بایډن زیاته کړه، " که جګړه روانه وي او اوکراین د ناټو غړی شي نو مونږ ټول په جګړې کې یو. مونږ به د روسیې سره په جګړې کې اوسو. "

د ناټو په منشور کې ویل شوي که د دې سازمان په یو غړي برید وشي، داسې ده لکه په ټول سازمان چې برید شوی وي او باید د برید دفاع وشي.

د اردوغان او بایډن لیدنه

د ترکیې جمهوري ریاست ویلي چې ټاکل شوې جمهور رئیس اردوغان د ناټو د غړیو هیوادونو د مشرانو غونډې په یوې جلا غونډې کې د متحده ایالاتو د جمهور رئیس جو بایډن سره وګوري.

د انقرې په اعلامیې کې ویل شوي چې په ناټو کې د اوکراین موقف، د ناټو په سازمان کې د سویډن غړیتوب او د امریکا لخوا ترکیې ته د اف -۱۶ جنګي جیټ الوتکو تر لاسه کول هغه څه دي چې دواړه مشران به پرې وغږیږي.

په اعلامیې کې د بایدڼ او اردوغان د ملاقات په هکله څه ندي ویل شوي.

د ترکیې جمهور رئیس به د ناټو د غونډې د پیل کیدو څخه وړاندې د سویډن د صدراعظم اولف کریسټرسن سره هم وګوري.

د سویډن صدراعظم هیله لري چې اردوغان ته قناعت ورکړي د ناټو په سازمان کې د دې هیواد غړیتوب سره خپل مخالفت پای ته ورسوي.

XS
SM
MD
LG