د لاس رسي وړ اتصالات

جمهور رئیس بایډن د وسلو د کنټرول لایحه توشیح کړه


یوه ورځ وروسته تر هغه چې د استازو مجلس د وسلو د کنټرول لایحه منظوره کړه او جمهور رئیس جو بایډن ته یې د لاسلیک کولو لپاره واستوه، ښاغلي بایډن دا لایحه شنبه جون ۲۵ (چنګاښ۴) لاسلیک او په قانون بدله کړه.

دا په تیرو شاوخوا ۳۰ کالونو کې په متحده ایالاتو کې د وسلو د کنټرول یوه تر ټولو ستره لایحه ده چې منظوریږي.

جمهور رئیس جو بایډن د دې لایحې د لاسلیک پر وخت چې میرمن یې جل بایډن تر څنګ ولاړه وه وویل، "دا یوه تاریخي ورځ ده. که د خدای خوښه وي دا به ډیر ژوندونونه وژغوري".

د استازو په مجلس کې چې دموکراتان پکې اکثریت دي، دې لایحې ۲۳۴ موافقې او ۱۹۳ مخالفې رایې ګټلې وې پداسې حال کې چې د سنا په مجلس کې چې دواړه ګوندونه پکې برابر غړي لري، دې لایحې ته ۶۵ مثبتې او ۳۳ منفې رایې ورکړل شوې وې.

پدې قانون کې د هغو کسانو څخه وسلې اخیستل کیږي چې د خپل ځان او یا نورو لپاره خطرناک وبلل شي او په هغو کسانو وسلې نشي پلورل کیدی چې د ژوند په شریک (میړه یا خاوند) د زور زیاتي کولو له کبله مجرم یا مجرمه ثابت شوي وي.

جمهور رئیس جو بایډن وویل چې د جولای په میاشت کې به په وسله وال تشدد کې د وژل شویو او ټپي شویو کسانو په یاد یوه غونډه جوړه کړي.

هغه وویل، " د هغوي پیغام مونږ ته دا و چې باید یو څه وکړو او نن موږ دا کار وکړ".

یوه غیر انتفاهي ټولنه چې په متحده ایالاتو کې د تشدد هغه پیښې څارې او په هکله یې معلومات راټولوي چې د وسلې څخه پکې کار اخیستل شوی وي، وایي په ۲۰۲۱ کال
کې په ټولې امریکا کې ۲۱ زره کسان د تشدد په هغو پیښو کې وژل شوي چې وسله پکې کارل شوې.

همدې ټولنې ویلي چې د ډله ایزو ډزو ۶۹۳ پیښې یې ثبت کړي چې ۷۰۲ کسان پکې مړه شوي. ډله ایزې ډزې معمولاً هغو پیښو ته ویل کیږي چې قربانیان یې لږ تر لږه ۴ یا تر دې ډیر کسان وي

XS
SM
MD
LG