د لاس رسي وړ اتصالات

د بایډن د کرونا د معایناتو نتیجه بیا مثبته راغلې


د سپینې ماڼي ډاکټر ویلي چې د جمهور رئیس جو بایډن د کرونا د معایناتو نتیجه بیا مثبته راغلې او قرنطین شوی.

ډاکټر کیون اوکانر شنبه جولای ۳۰ (زمري۸) ویلي چې د ښاغلي بایډن د کرونا معاینات په لومړي ځل په ویروس تر اخته کیدو وروسته په پرله پسې توګه څلور ورځې منفي و خو د شنبې په سهار یې د معایناتو نتیجه مثبته راغله.

د سپینې ماڼۍ ډاکټر ویلي چې ښاغلی بایډن به بیرته د جدي ځانته توب کړنلارې پیلوي". ښاغلي اوکانر همدارنګه ویلي چې په جمهور رئیس کې د کرونا نوې اعراض او علایم ندي پیدا شوي او روغتیایي وضعیت یې ښه دی او تر څنګ یې دا هم ویلي چې د نوې درمنلې ته اړتیا نشته.

پخپله جمهور رئیس جو بایډن هم په ټویټر کې تائید کړې چې معاینات یې مثبت راغلي او هڅه یې کړي حالت عادي وښیي.

ښاغلي بایډن لیکلي، "ملګرو، نن زما د کرونا معاینات بیا مثبت راغلل. اعراض او علایم نلرم خو غواړم د ټولو هغو کسانو د خوندیتوب په خاطر چې زما شا او خوا ته دي، ځان بیل کړم. زه به په کار کې یم او ډیر ژر به سړک ته راستون شم".

په همدې حال کې سپینې ماڼۍ ویلي چې جمهور رئیس د مشیګن او ډلیویر ایالتونو ته خپل تګ چې د مخکې نه پلان شوی و، لغوه کړی.

سپینې ماڼۍ د چنګاښ په ۳۰مه په یوې اعلامیې کې ویلي و چې جمهور رئیس جو بایډن په کرونا اخته شوی او ددغي ناروغۍ کمزورې نښې پکې لیدل کیږي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کرین ژان پییر ویلي، ښاغلي بایډن د کرونا واکسین بشپړ کړی او دوه بیاځلي واکسینونه یې هم کړي دي.

خو وروسته بیا ښاغلي بایډن د جمعې په ورځ جولای ۲۱ د خپلو جګپوړو اقتصادي سلاکارانو سره په آنلاین بڼه په غونډه کې برخه واخیسته.

سپینې ماڼۍ ویلي و چې د ښاغلي بایډن روغتیایي وضعیت ښه شوی او د کرونا په ویروس د اخته کیدو اعراض او علایم یې هم "معتدل" و.

د اقتصادي سلاکارانو سره پدې غونډې کې د ښاغلي بایډن غږ یو څه دروند و او کله نا کله ټوخیده هم خو هغه په غونډې کې وویل، "تر غږ مې روغتیایي وضعیت ډیر ښه دی".


XS
SM
MD
LG