د لاس رسي وړ اتصالات

د سولې توافق ته د رسېدو په برخه کې پرمختګونو ته د امریکا خوشبیني


په کابل کې د امریکا سفیر افغانانو ته د اختر مبارکۍ په پیغام کې ویلي، چې متحده ایالات په افغانستان د سولې یو هر اړخیز توافق ته د شرایطو برابرولو هڅه کوي.

جان بس نن یکشنبه د«زمري میاشتې پر۲۰مه» د لوی اختر په لومړۍ ورځ د اختر په مناسبت پخپل پیغام کې ویلي، چې په افغانستان کې تر کلونو جګړو وروسته،اوس مهال په افغانستان کې سولې ته د رسېدو لپاره واقعي پرمختګونه رامنځته شوي دي.

ښاغلی بس د خپل پیغام په یوه برخه کې ویلي:"موږ اوس مهال په دغه هېواد «افغانستان» کې د سولې یو هر اړخیز توافق ته د رسېدو په برخه کې د واقعي پرمختګونو شاهدان یو."

نوموړي زیاته کړې، چې هېواد به یې په افغانستان کې د سولې یو هر اړخیز توافق ته د رسېدو په برخه کې هڅې وکړي او له ټولو افغانانو څخه یې غوښتي چې د یو «سوله ییز افغانستان» لپاره هڅې وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغان سولې په اړه د امریکايي او طالب استازو خبرې مهم پړاو ته داخلي شوي دي.

دغه اتم پړاو مذاکرات چې روانه میاشت پیل شوي، دواړو لورو پکې د پرمختګ خبر ورکړی دی. اوس مهال د دواړو لورو ټېمونه، د موافقې په تخنیکي اړخ، میکانیزم او عملي ګامونو باندې کار کوي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم نن پخپل اختریز پیغام کې وویل، چې د سولې مذاکرات بېله «قید او شرطه» او سوله په «قید او شرط» سره ده.

هغه وویل،سوله راتلونکې ده، خو ټینګار یې وکړ داسې سوله چې د افغانستان مطلق اکثریت یې غواړي.

محمد اشرف غني وویل:"سوله راتلونکې ده، خو داسې سوله چې مطلق اکثریت افغانان یې غواړي او په خپل خوښه یې غواړي او خپله مذاکرات وغواړي، چې د افغانستان اسلامي جمهوري نظام چې په ټوله نړۍ کې منل شوی دولت دی."

نوموړي یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې افغانان د عزت سوله غواړي، خو زیاته یې کړه چې افغانان هغه سوله نه غواړي چې خلک بې وطنه شي.

XS
SM
MD
LG