د لاس رسي وړ اتصالات

د اردن تیاتر د ترهگرۍ ضد پیغام لري


د داعش د لمسونو او غولو چلونو اکثره میندې پلرونه د خپلو اولادونو په هکله اندیښمن کړي دي چې کیدای شي د دغه ډلې انترنتي تبلیغاتو ته مثبت ځواب ورکړي.

خو بیا له افغانستان نه نیولې تر تر منځني ختیځه پورې مسلمانان د دغه تبلېغاتو په وړاندې مبارزه کوي او ځوانانو ته د تاوتریخوالي بدیل ژوند برابروي.

یوه داسه ډله هم په اردن کې ده چې کورنیو ته پیغام رسوي.

دا اردني هنرمندان چې د ترهگرۍ د تبلیغاتو په وړاندې تمثلي ټوټې جوړوي په دې هیله دي چې د تیاتر له لارې به د سخت دریځو ډلو د لمسونو مخه ونیسي او هڅه کوی چې عادي خلکو ته د داعش سره د یوځای کیدو خطر وروښي.

دا هنرمندان په دې ډول هڅه کوي چې د پوهنتون د هغو محصلینو، ځوانانو او پیغلو د پوهاوي کچه لوړه کړي چې کیدای شي د سخت دریځو له خوا د جلب د جذب لپاره په نښه شوي وي. د ډلې یو هنرمند وایي

"زمونږ کار د تلویزوني ډرامو جوړول دي چې د سخت دریځو خطر له منځه یوسو. دا د سخت دریځې مفکورې په وړاندې تر ټولو قوي مبارزه بلل کیږي. ترهگر د ټولنیزو رسنیو له لارې د ځوانانو د لمسولو لپاره خبرې کوي."

بله هنرمنده چې د یوې مور نقش لوبوي وایي

"زه د یوې مور او هغه هم د یوې عربې مور رول لوبوم، زه باید خپل ماشومان د سخت دریځو نه په امن وساتم او منځلاري يې لوی کړم."

دا تیاتر څو بیلابیل پیغامونه لري، د کورني په مسولیتونو باندې ټینگار کوي، منځلاريتوب او مذهبونو ته درناوی ښیي او ځیني وخت د خندا سره گډ وي. په کتونکو کې یوه محصل بیا وایي کله کله کمیدي ټوټې د زدکونکو په پوهاوي باندې ژر اغیزه کوي.

په داسې حال کې چې د پیغام لهجه نرمه وي خو د محتوا ډیره جدي وي. په نمایشنامو کې هره ستونزه، د بیکاري نه نیولې تر کورني تشدده پورې د پاملرنې مرکز وي. او کله چې د زده کوونکو له خوا قضاوت پرې وشي نو د هنرمندانو کار ډیر لیدل کیږي.

XS
SM
MD
LG