د لاس رسي وړ اتصالات

د جنبش ګوند د پلویانو لاریون شپږمې ورځې ته وغځېد


د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ د امنیه قوماندان او د دوستم نږدې ملګري نظام‌الدین قیصاري په ننګه د اسلامي جنبش ګوند د پلویانو لاریون په فاریاب، جوزجان او بغلان ولایتونو کې د شپږمې ورځې لپاره هم دوام لري.

د افغانستان په شمال کې د دغو لاریونونو لړۍ شپږ ورځې مخکې وروسته له هغې پیل شوه، چې افغان ځواکونو قوماندان قیصاري په فاریاب کې له نیولو وروسته کابل ته ولیږدوه.

لاریون کوونکي د ښاغلي قیصاري د بیرته خوشې کیدو او له ترکیې څخه افغانستان ته د جنرال دوستم د بېرته ستنیدو غوښتنه کوي.

د افغانستان د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د دفتر رئیس عنایت‌الله بابر فرهمند امریکا غږ – آشنا ته وویل، حکومت د خلکو غوښتنو ته ځواب نه لري.

ښاغلي فرهمند وویل "په دریو ولایتونو کې لاریونونه دوام لري، له حکومت څخه مو تر اوسه کوم ځواب نه دی ترلاسه کړی، حکومت بې‌ځوابه دی، د خلکو په وړاندې بې‌تفاوته دی او دا د دې لامل کیږي، چې خلک خپل اعتراضونه لاپسې جدي او پراخ کړي، که حکومت دا ځل له وسلې استفاده وکړه او ډزې یې وکړې، بیا دې د متقابل عمل انتظار وکړي".

اعتراض کوونکي وايي تر هغې چې غوښتنې یې عملي شوې نه وي، خپلو اعتراضونو ته به دوام ورکړي.

د بشیر احمد یعقوبي په نوم یو اعتراض‌ کوونکي وویل "تر هغه وخته چې لومړی مرستیال رانشي او قیصاري آزاد نشي، تر شپږو میاشتو پورې به زموږ مظاهرې دوام وکړي".

افغان حکومت تر اوسه د اعتراض کوونکو غوښتنو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو ویلي یې دي، چې قوماندان قیصاري یې د غیرقانوني کړنو په تور نیولی دی.

XS
SM
MD
LG