د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د مخکني جمهور رئیس او دوو اولادونو  څخه د مالي تقلب په خاطر تحقیقات کیږي


په متحده ایالاتو کې یو قاضي امر کړی چې مخکنی جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ، لور یې ایوانکا ټرمپ او زوی یې ډانلد ټرمپ جونیر باید د مالي تګۍ برګۍ په قضیې کې چې د نیویارک څارنواله یې څیړي، پداسې حال کې پوښتنو ځواب ورکړي چې قسم یې خوړلی وي.

قاضي آرتر انګورون نن پنجشنبه فبروري ۱۷ (سلواغې ۲۸) امر کړی چې ښاغلی ټرمپ او اولادونه یې باید په هغې جلبپاڼې عمل وکړي چې د نیویارک لویې څارنوالې لیتشیا جیمز تیر کال د ډسمبر په میاشت کې صادره کړې وه.

ښاغلي انګورون دا حکم د مخکني جمهور رئیس ټرمپ او د نیویارک د لویې څارنوالې د وکیلانو سره تر دوو ساعتونو بحث کولو وروسته صادر کړ.

قاضي آرتر انګورون د محکمې په حکم کې لیکلي، "د یو ایالت لویه څارنوالي په وروستۍ ارزیابۍ کې په یوې سوداګریزې ادارې کې د پراخو مالي تګیو په هکله تحقیقات پیل کړي او غواړي چې د دې ادارې ګڼ شمیر غړیو څخه پداسې حال کې پوښتنې وکړي چې قسم یې باید خوړلی وي. هغه په واضح توګه دا حق لري."

د مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ ویاند تر اوسه د محکمې د دې حکم په هکله تبصره نده کړې خو داسې ګمان کیږي چې پدې باره کې به د استیناف غوښتنه وکړي.

XS
SM
MD
LG