نن د جولای څلورمه په امریکا کې د خپلواکی ورځ ده. امریکایان دغه ورځ په کنسرتونو، رسم ګذشتنو او میلو لمانځي.
امریکا خپله خپلواکي په ۱۷۷۶م کال کې له برتانیې څخه اخیستې وه.
د استقلال د ورځې د لمانځلو په مناسبت نن شپه د امریکا په مختلفو ښارونو کې آتش بازﺉ یا اورلوبې کیږي.
دغه ښارنو کې واشنګټن، نیو یارک او فلاډلفیا هم شامل دي چیرې چې د استقلال قراداد لاسلیک شوی و.
د امریکا جمهور رییس براک اوباما نن په سپیني ماڼۍ کې د پوځ او د هغو د کورنیو غړي میلمانه کړي دي.
په زرګونو تنه د واشنګټن په ملي پارک کې راټول شوي. دلته د موسیقی، نڅا او مختلفو تفریحي فعالیتونو لپاره خیمې درول شوي دي. تمه ده چې په زرګونو نور کسان هم ماښام مهال د واشنګټن د دنګ منار تر څنګ د اورلوبو د لیدلو لپاره راشي.