د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل او شمالي ولایتونو ترمنځ لار پرانیستل شوه


د کابل او لسو شمالي ولایتونو ترمنځ لویه لار د تیرې یکشنبې ورځې راهیسې په بغلان ولایت کې د جګړو له امله بنده شوې وه.
د کابل او لسو شمالي ولایتونو ترمنځ لویه لار د تیرې یکشنبې ورځې راهیسې په بغلان ولایت کې د جګړو له امله بنده شوې وه.

د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل او د لسو شمالي ولایتونو ترمنځ غځیدلې لویه لار، چې د بغلان ولایت په مربوطاتو کې د جګړو له امله د تیرو دریو ورځو راهیسې تړل شوې وه، نن د پنچشنبې په ورځ ( سنبلې ۱۴ مه) بیرته د تګ راتګ لپاره پرانیستل شوې ده.

د کورنیوچارو وزارت ویاند نصرت رحیمي خبریالانو ته په یوه استولې اعلامیه کې ویلي، چې خلک اوس په ارام زړه پر دغه لار تګ راتګ کولی شي.

ښاغلي رحیمي ویلي " تیره شپه د افغان ځواکونو د ګډو عملیاتو په پایله کې دښمن ته درانه تلفات رسیدلي او په بغلان کې ډیرې سیمې د دښمن د شتون څخه پاکې شوي دي".

دا لار د تیرې یکشنبې ورځ په ورځ ( سنبلې لسمه) وروسته له هغې د ترافیکو پر مخ وتړل شوه، چې وسله والو طالبانو د ولایت پر مرکز د پلخمري ښار بریدونه پیل کړل.

که څه هم طالبانو د لارې د پرانیستلو په اړه څه نه دي ویلي، خو د دغې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد د بغلان ولایت د جګړو په اړه ویلي، چې د دغې ډلې وسله وال لا هم د مرکزي بعلان په ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.

طالبانو ویاند د ټویټر په پاڼه لیکلي، چې په دغو جګړو کې یې د افغان ځواکونو څخه ګڼ پوځي مرکزونه او پوستې نیولي دي.

د بلې خوا د افغانستان د دفاع وزارت د بغلان په ولایت کې په یو هوايي برید کې د دغه ولایت لپاره د طالبانو د نومول شوي والي ملا عبیدالله د وژلو ادعا کړې ده.

د دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په دغه برید کې، چې تیره شپه ( سنبلې ۱۳ مه) شوی د ملا عبیدالله سربیره ۴۵ نور طالب وسله وال هم وژل شوي دي.

طالبانو د دفاع وزارت دغه ادعا رد کړې او ویلي دي، چې د بغلان ولایت لپاره د دغې ډلې نومول شوی والي روغ رمټ دی.

طالبانو د خپلو نورو وسله والو وژل هم رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG