د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د پارلمان ودانۍ ته څېرمه خونړۍ حمله وشوه


کابل کې د پارلمان ودانۍ ته څېرمه خونړۍ حمله وشوه
کابل کې د پارلمان ودانۍ ته څېرمه خونړۍ حمله وشوه

په کابل کې امنیتي چارواکي وايي چې د پارلمان ودانۍ ته څېرمه په یوه ځانمرگه حمله کې څلور تنه وژل شوي دي. په دې حمله کې تقریبا ٣٠ تنه زخمیان دي. پام وکړئ په دې اړه رپورټ ته.

حمله کوونکی پر موټرسایکل سپور و، او خپل ځان یې د هغه میني بس څنگ ته والوزاوه چې د استخباراتو د ادارې مامورین یې انتقالول.

حمله د ښار په لویدیځه خبره کې له گڼې گوڼې نه په ډک یوه سرک وشوه. د شاووخوا ډیرو ودانیو او کورونو د کړکیو ښیښې یې ماتې کړي. طالبانو ددغې حملې مسئولیت اخیستی دی.

د کابل د امنیه قومندانۍ د جنايي پیښو د تحقیق آمر محمد ظاهر وویل حمله پر هغه بس وشوه چې مامورین یې خپلو ادارو ته انتقالول.

د پیښې په ځای کې عیني شاهدان وايي، ډیر زیات زخميان یې ولیدل.

محمد علي احسان، د استقلال روغتون رئیس: "تر اوسه موږ ته ٢٩ زخمیان راوړل شوي دي. متاسفانه یوه شدید زخمي دلته له رارسېدو وروسته ساه ورکړه. د یوه بل زخمي حالت هم ډیر د اندېښنې وړ دی".

د دفاع وزارت چارواکیو پېښه غندلې ده.

ظاهر عظیمي، د دفاع وزارت ویاند: "موږ په کلکه دغه حمله غندو. د افغانستان د دفاع وزارت ددې پیښې له آمله خواشینی دی. په پیښه کې شهیدانو ته جنت او زخمیانو ته د عاجلې شفا غوښتنه کوو".

په عین وخت کې، په کنړ کې د سرک د غاړې په یوې جلا حمله کې ددغه ولایت د استخباراتو د ادارې مرستیال وژل شوی دی.

دغه حملې په داسې حال کې کیږي چې د امریکې د جمهور رئیس مرستیال جو بایډن افغانستان ته خپل دوه ورځنی سفر پای ته ورساوه.

بایډن ددې لپاره په یوه ناڅاپي سفر افغانستان ته ولاړ چې په ملک کې شوي پرمختگونه او مسایل وگوري. بایډن وویل، په دې عقیده دی چې امریکايي قواوې له افغاني امنیتي قواوو سره یو ځای د طالبانو د پرمختگ مخنیوی کوي.

د افغانستان امنیتي کارکوونکي معمولا ددغه ډول حملو هدف گرځي، خو په تیرو څو میاشتو کې په کابل کې تر ډیره حده په دې ډول حملو کې کمولای راغلی او د ملک په نرو برخو کې غټې حملې لیدل شوي دي.

تیره میاشت، دوو تندلارو چې چاودېدونکي مواد یې په ځان پورې تړلي وو، په کابل کې پر هغه موټر حمله وکړه چې د ملي اردو افسران یې انتقالول. په حمله کې پنځه تنه ووژل شول او نهه نور زخمیان شول.

د ناټو چارواکي وايي، د هغه فشار له آمله چې افغان قواوو د طالبانو پر سیمو باندې اچولی، دوی فکر کوي چې په روان ژمې کې هم ناامني زیاته وي.

XS
SM
MD
LG