د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د 13 امریکایي عسکرو په شمول 18 تنه وژل شویدي


کابل کې د 13 امریکایي عسکرو په شمول 18 تنه وژل شویدي
کابل کې د 13 امریکایي عسکرو په شمول 18 تنه وژل شویدي

افغان چارواکي وایي چي یوه ځان مرګه بم چونکي په پایتخت کابل کي د خارجي عسکرو د موټرو یوه کتار ته خپل موټر بم وچاوه، ١٣ امریکایي عسکر، یو پولیس او درې ملکي افغانان یې ووژل.

د پنټګان یوه نطاق امریکا غږته وویل چي ددې حملې جزئیات لا پوره نه دي معلوم، مګر د امریکا اردو د ناتو د نړۍ والو امنیتي قواو سره چي آیساف نومیږي کار کوي چي په دې اړه نور معلومات تر لاسه کړي.

ځان مرګه بم چونکي د موټرو په دې کتار کي هغه بس موټر ته ځان ورساوه چي د ناتو عسکر یې کابل ته رسول. دا حمله د غرمې مخکي د ورځي په رڼا کي ملي موزیم ته نژدې د یوه عام سړک په اوږدو کي وسوه.

د چاودنی نه وروسته په دغه زغره لرونکي موټر باندي د اور لمبې را تاو سوې او هغه یې د سړک غاړي ته ور پوري واهه.

امبولانسونه او هلیکوپتري د پېښي ځاي ته په چټکۍ ورسیدې چي د زخمیانو غم وخوري. په دې پېښه کي لږترلږه اته کسه زخمي شوي هم دي.

له بلي خوا:

ناتو ویلي دي چي نن د افغانستان په جنوب کي ددوي دوه عسکر هغه وخت ووژل سول چي یوه سړي چي د افغانستان د اردو د عسکرو جامي یې اغوستي وې په افغان او ائتلافي قواو باندي ډزي وکړې. ناتو وویل چي خپله حمله کونکي هم په دې پېښه کي وژل شوی دی.

او چارواکو ویلي دي چي یوې ځان مرگي ښځي نن د کنړ د ولایت په ( اسد آباد ) کي د افغانستان د استخباراتو د محلي دفتر مخي ته ځان په بم والوځاوه.

د فرانسې خبري آژانس وایي چي په دې پېښه کي دوه محافظین زخمي شوي دي

XS
SM
MD
LG