د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د کابل د برید په ویر ملي ماتم کوي


افغان حکومت د کابل له ترهګریز برید وروسته سبا چهارشنبه (نومبر۲۱) په ټول افغانستان ملي ماتم اعلان کړی دی.

یو ځانمرګي د سه شنبې په ماښام په کابل کې د اورانوس په نامه یو هوټل کې ( میلاد النبي) په مراسمو کې ځان والوزوه لږ تر لږه ۵۰ تنه یې ووژل او شاوخوا ۸۰ نور یې ژوبل کړل.

د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې ولسمشر غني په برید کې وژل شویو کسانو ته د درناوي په خاطر په ټول افغانستان کې ملي ماتم اعلان کړ.

په دغه ورځ به په افغانستان کې دننه او دباندې په ټولو حکومتي او سیاسي دفترونو کې د افغانستان ملي بیرغ نیم ځوړند وي.

په همدې حال کې په کابل کې د امریکا سفیر جان بس هم دا برید غندلی دی. ښاغلي بس په خپل ټویټر کې په برید کې د وژل شویو او ژوبل شویو کسانو له کورنیو سره خواخوږي ښودلې ده او ویلي دي چې دغه ترهګریز برید دردولی دی.

افغان چارواکي وايي چې د عالمانو شورا په هوټل کې دننه د (میلاد النبي) مراسم جوړ کړي وو چې برید پرې شوی دی.

دا په تېرو څو میاشتو کې د خپل ډول تر ټولو خونړی برید بلل کیږي. تر دې دمه چا د دغه برید مسولیت نه دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG