د افغانستان ددفاع وزارت وایي چي یوه ځان مرګه بم چونکي په کابل کي په سردار محمد داؤد خان په نظامي روغتون کي د طبي چارو شپږ محصلان وژلي او ٢٣ تنه نور خلک یې زخمي کړي دي.
هغه ویلي دي چي دا چاودنه نن د شنبې په ورځ د سردار محمد داود خان په روغتون کي په هغه خیمه کي وشوه چي د یوې کافی یا رستوران کار ترې اخیستل کیده.
طالبانو ویلي دي چي دا حمله دوي کړې ده. د طالبانو یوه نطاق وویل چي دوه تنه حمله کونکي د روغتون انګړ ته ورننوتل خو افغان پولیسو وویل چي یوازي د یوې چاودني غږ اوریدل شوی دی
طالبانو د تیري میاشتي په آخیر کي د سږ کال د پسرلي د حملو اعلان وکړ.