د لاس رسي وړ اتصالات

کابل موټر بم برید کې یوماشوم وژل شوی او ۲۰ نور ټپیان شوي


د کابل د جمعې د ورځې د موټر بم برید د دغه ښار د نهمې امنیتي حوزې د قابل بای په سیمه کې شوی دی.
د کابل د جمعې د ورځې د موټر بم برید د دغه ښار د نهمې امنیتي حوزې د قابل بای په سیمه کې شوی دی.

د کابل پولیسو قوماندانۍ چارواکي وايي، نن شاوخوا نهه بجې د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند د قابل بای په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو د موټرو د کاروان مخې ته يو ځانمرګي بریدګر په کوچني سوزه کي ډوله موټر کې ځای پرځای شوو چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړې، چې له امله یې یو لس کلن ماشوم وژل شوی او ۲۰نور چې اته یې ښځې دي ټپیان شوي دي.

خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د بهرنیو اړیکو رئیس او ویاند داکټر وحید مچروح امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د کابل امبولانس په واسطه د پیښې له ځایه یو مړی او څوارلس ټپیان روغتون ته لیږدول شوي دي.

هغه وویل، چې په دې برید کې یوه شپږ کلنه نجلې وژل شوي او څوارلس تنه نور ټپیان شوي دي.

دکابل د امنیه قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې په دې برید کې بهرنیو ځواکونو ته زیان نه دی رسیدلی دی.

ښاغلي مجاهد وویل " نن سهار نهه بجې د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند د کابل ګمرک سره نږدې یو سوزکي ډوله موټر چې چاودیدونکي توکې په کې ځای پرځای شوي وو، ځانمرکی هم په موټر کې دننه ناست وو، بهرنیو ځواکونو وسایط له سیمې تیریدل، چې د سړک پرغاړه چاودنه وشوه، زمونږ د څیړنې ټیم په دې پیښه کې بهرنیو ځواکونو ته د سر او مالي زیان نښې نه دي موندلي".

هغه وویل په دغه برید کې د سړک پر غاړه یو شمیر دکانوونو ته زیان رسیدلی دی.

د قابل بای په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو یو مرکز هم شته دی.

دمخه د کورنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د بهرنیو ځواکونو په یو موټر کې دمخه ځای پرځای شوو چاودیدونکو د چاودنې له امله د قابل بای په سیمه کې څلور ملکي افغانان ټپیان شوي دی.

تراوسه د دغه برید مسولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

دا برید په داسې حال کې شوې، چې د کابل ښار د مرکزي برخې سړکونه د ترافیکو پرمخ د دوو ورځو ټړلو وروسته نن د جمعې په ورځ بیرته پرانیستل شوي دي.

په کابل کې د کابل پروسې د دوییم کنفرانس او د " سرتیري" د ورځې له امله د دغه ښار د مرکزي برخو سړکونه د تزافیکو پرمخ په تیرو دوو ورځو کې تړل شوي وو

XS
SM
MD
LG