د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کې چاودنه؛ لسګونه کسان وژل شوي او ژوبل شوي


چاودنه د نجونو ښوونځي ته نژدې شوې
چاودنه د نجونو ښوونځي ته نژدې شوې

د افغانستان د کورنیو چارو وزرات وايی د کابل په ښار کې په یوې چاودنې کې لږ تر لږه ۳۰ تنه وژل شوي دي.

د وزارت ویاند طارق ارین وايي‌ چې شاوخوا ۵۰ نور ژوبل شوي هم دي. زخمیان د «جناح روغتون» ته انتقال شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت د ویاند مرستیال میرویس عليزی وايي‌ چې ۴۶ زخمیان روغتونونو ته انتقال شوي دي.

ښاغلي ارین وویل چې د پېښې ټول قربانیان ملکي خلک دي.

چاودنه د شنبې په ورځ مۍ اتمه (غوايي ۱۸) د کابل ښار په دیارلسمه حوزه کې په دشت برچي‌ کې د «سید الشهداء» ښوونځي ته نژدې شوی دی.

په همدې حال کې ویل شوي چې درې پرلپسې چاودنې شوې دي. د چاودنو د څرنګوالي په اړه هم لا دقیق راپور ورکړل شوی نه دی.

ویل کیږي چې شاید د تلفاتو شمېر زیات وي.

یوناما، په کابل کې د امریکا سفارت، ولسمشر محمد اشرف غني، د ملي مصالحې د شورا مشر عبدالله عبدالله او نورو سیاسي مشرانو دا برید غندلی دی.

د امریکا سفارت شارژدافیر راس ویلسن د ښوونځیو په ماشومانو برید د افغانستان په آینده باندې برید ګڼلی دی.

یوناما هم دا برید غندلی دی او د ملکیانو د وژلو په اړه یې خواشینې ښودلې ده.

ولسمشر غني دا برید غندلی دی او دا یې د طالبانو کار بللی دی. خو طالبان وايی برید دوی نه دی کړی.

XS
SM
MD
LG