د لاس رسي وړ اتصالات

کابل ګارنیزیون د مسعود پلویانو ته: د وسلو له لیږدولو څخه ډډه وکړئ


د کابل ګارنیزیون عمومي قوماندانۍ د 'شهید اونۍ' په مناسبت د احمدشاه مسعود پلویانو ته ویلي، چې په کابل ښار کې د مارشونو پر مهال د وسلو له لیږدولو، د امنیتي ځواکونو د یونیفورم له اغوستلو او د دولتي وسایطو له استفادې څخه ډډه وکړي.

دغې قوماندانۍ په یوې اعلامیې کې ټينګار کړی، چې لاریون‌وال دې ټول هغه محدودیتونه چې د امنیتي ګواښونو د مخنیوي لپاره د افغان امنیتي ځواکونو له خوا په کابل کې نیول شوي، رعایت کړي.

د کابل ګارنیزیون دغه راز لاریون‌کوونکو ته د مارشونو د ترسره کولو لپاره په کابل ښار کې څو مسیرونه ځانګړي کړي دي.

د ګارنیزیون په اعلامیې کې راغلي "کارته پروان، د تایمني ۸۰ متره سړک، د شهید څلورلارې، اتیا متره سړک نه نیولې تر د هوايي ډګر څلور لارې پورې، د مسعود څلورلارې او په همدې مسیر بیرته تګ، کارته پروان، د برکي څلورلارې، سالنګ واټ، زیرزمیني (ده افغانان) او په همدې مسیر بیرته تګ".

د کابل د ګارنیزیون قوماندانۍ د دغه ښار په نورو سیمو کې د امنیتي ګواښونو له امله د وسایطو په تګ راتګ بندیز لګولی او ویلي یې دي، چې د ابلاغیې له لارښونو څخه د سرغړونې مسولیت په خپله د لاریون‌کوونکو په غاړه دی.

د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو نن په کابل ښار کې کلک امنیتي تدابیر نیولي دي او ارګ ته غځیدلې ټولې لارې یې د تګ راتګ پر مخ تړلي دي.

خو د نن سهار راهیسې د کابل د همزنګ او عامې روغتیا څلورلارې ( مسعود څلور لارې) په ګډون د ښار په دریو سیمو کې د هغو وسله والو ځوانانو له خوا هوايي ډزې شوي چې د احمدشاه مسعود د تلین او د 'شهید اونۍ' د لمانځلو په لړ کې د موټرو په کاروانونو کې د ښار یوې او بلې خوا ته یې تګ راتګ کوه.

د کابل ګارنیزیون قوماندان جنرال افضل امان امریکا غږ اشنا راډیو ته هوايي ډزې تائید کړې، خو ویې ویل چې په دغو ډزو کې چاته د سر ز یان نه دی رسیدلی.

تیره ورځ د کابل ښار په مختلفو سیمو کې د احمدشاه مسعود د پلویانو د موټرو د کاروانونو په تګ راتګ کې درې ماشومان ټپیان شوي او د درملنې لپاره روغتون ته لیږدول شوي دي.

XS
SM
MD
LG