د لاس رسي وړ اتصالات

بشري: د وایګل ولسوالۍ نیولو ته تیاری نیسو


بشري: د وایګل ولسوالۍ نیولو ته تیاری نیسو
بشري: د وایګل ولسوالۍ نیولو ته تیاری نیسو

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي لګیا دي د والیګل ولسوالۍ د بیا نیولو لپاره لارې چارې لټوي.

د پولیسو چارواکي همدا رنګه وایي ډیر ژر به قندهار او بلخ ولایتونو ته تللي پلاوې د خپلو څیړنو پایلې د خلکو سره شریکې کړي.

دا پلاوي چی د پولیسو او نورو دولتي چارواکو نه جوړ دي د قران مجید د سوزونی په اړه د رامنځته شویو پیښو د تحقیق لپاره دې ولایاتو ته تللي دي.

دا ټول په داسې حال کې کیږي چې امریکایي چارواکو له خوا خپور شوی یو راپور افغان پولیس په جنسي تیریو، قوم پالنه او نژاد پالنه تورن کړي دي. چارواکي وايي ددې تورونو په اړه به هم څیړنې کوي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند زمری بشری وایي د وایګل د نیولو لپاره افغان پولیس د نورو امنیتی ځواکونو سره د ګډ عملیاتی پلان په جوړولو بوخت دي:

وایګل ولسوالي چې د پاکستان پولی ته نږدی پرته ده تیره اونی د وسله والو طالبانو لاس ته ولوېده. دا په داسی حال کی چی افغان دولت وایي مخالفی وسله والې ډلې د پولې له ها غاړې نه دې ولسوالی ته را ننوتي وو.

شنونکي ددې ولسوالۍ د له لاسه تللو پړه پر افغان دولت اچوي او وایي دولت دې سیمې ته دفاعي ځواکونه نه استوي، بهرنیان ترې وځي او په لوی لاس وایګل او سرحدی سیمې د طالبانو لاس ته وراچوي.

داسی ګنګوسې هم شته چې د وایګل او برګ مټال نه وتي بهرنیو ځواکونو د ملینونو ډالرو په ارزښت وسله او پوځی توکی شاته پرې ایښي دي.

خو افغان پولیس په وایګل کې د ماتی سره سره په نورو سیمو کی د بریاوو تر لاسه کونکی هم وو د روانی میاشتی د دوهمی نیمایی را په دیخوا پولیسو په ۷ ګرمسیرو ولایاتو کی د کوکنارو فصلونه له منخه وړی اود لس زره جریبه مځکی په پاکونی سره یی مخدره توکو سره په مبارزه کی بریا تر لاسه کړی ده. په داسی حال کی چی په دغه مبارزه کی ۱۱ پولیسه ټپیان او وژل شوي دي.

له بلی خوا د امریکی د بهرنیو چارو وزارت د بشری حقونو برخی یو خپور شوی راپور افغان پولیس په جنسی تیریو ،قوو می او نږادی ستونزو او نورو دا وړ پیښو کی په لاس لرلو تورن کړی او وایی په رامنځته شویو ټولنیزو اړودوړو نو کی یی هم لاس اوږد دی.

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند سره له دی چی د پولیسو په لیکو کی ځینی دا وړ ستونزی منی خو وایی ددی ځانګړی راپور په هکله څیړنی روانی دی

دکورنیو چارو وزارت چارواکی تیره اونی په دیرو برخو کی د ځان لپاره د بریالیتوبونو اونی ګنی او وایی د مخدره توکو ، جنایی جرمونو او د وسله والو مخالفینو سره په مبارزه کی تر تیر بریالی ختلی دی.

دوی په خپلو بریاوو کی د خلکو لاس او همکاری شریکه ګنی او وایی په دی لړ کی د خلکو په مرسته ۲۴۲۴ کیلو ګرامه مخدره توکی ،۱۸۵ تنه شکمن کسان ،او ۱۵۹ تنه مخالف وسله وال یی نیولي دي.

زمری بشری وایی په تیره اونی کی ۸۵ تروریستی او ورانونکی پيښی هم کشف کړی دی .خو دا تولی لاس ته راوړنی د پولیسو د ځواکونو د قربانیو په مټ شوی دی تیره اونی ۹ تنه پولیس وژل شوی او ۵ نور ټپیان دي.

XS
SM
MD
LG