د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان لومړنی ۵ ستوریز هوټل


د افغانستان لومړنی ۵ ستوریز هوټل
د افغانستان لومړنی ۵ ستوریز هوټل

په افغانستان کې د لومړني پنځه ستوریزه هوټل ماریوټ د جوړونې کار چې دا مهال نیمايي ته رسېدلې، مسؤلین یې وايي د راتلوونکي عیسوي کال د جون تر میاشتې به یې بشپړ کړي او پدې توګه به په زرګونو کارکوونکو ته د کار زمینه برابره شي.

د ماریوت دا هوټل چې د عامې روغتیا په څلور لارې کې د امریکا د سفارت څنګ ته رغول کیږي، شاوخوا سل ملیونه امريکايي ډالره به پرې لګښت راشي، دا هوټل چې پنځه ستوری هوټل دی دوه سوه نهه دېرش خونې او د کنفرانسونو لپاره به یو لوی سالون ولري.

مسؤلین وايي پدې هوټل کې به د جمهور رئیسانو او نورو لوړ پوړو چارواکو لپاره د اوسېدنې ځانګړې خونې وي او د افغاني خوړو ترڅنګ د امریکا او نورو هیوادونو خواړه به هم په هوټل کې مهیا وي.

په کابل کې د ماریوت د جوړېدونکي هوټل مشران وايي دا هوټل به هغه مهال چې بشپړ شي اووه سوه شپېته افغانان به پکې کار وکړي او دا اوس د جوړونې په وخت دوه سوه پنځوس افغانان پکې په کار بوخت دي.

په کابل کې د امریکا سفیر کارل ایکنبیري وویل دا به په افغانستان کې لومړی ځل وي چې لوی امریکایی هوټل جوړيږي او ددې هوټل په جوړېدو کې د امریکا حکومت هم مرسته کړې ده.

XS
SM
MD
LG