د لاس رسي وړ اتصالات

یو روغتیایي کارکوونکی څنګه په نشو اخته شو؟


یو روغتیایي کارکوونکی څنګه په نشو اخته شو؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:36 0:00

احمد ضیا چې د طبي معایناتو په برخه کې یې زده کړې او کار کړی، څلور کاله کیږي د تریاکو، شیشې او پوډرو په نشو اخته دی.


احمد ضیا چې د طبي معایناتو په برخه کې یې زده کړې او کار کړی، څلور کاله کیږي د تریاکو، شیشې او پوډرو په نشو اخته دی.

هغه چې دا مهال د کابل د معتادینو په ۴۰ بستریز روغتون کې تر درملنه لاندې دی وايي چې ملګرو یې په نشو اخته کړ، خو اوس یې کلک هوډ کړی چې له نشو لاس واخلي.

احمد ضیا وايي "دا ځل مې تصمیم قاطع ده له خیره سره، د الله پاګ نه هم مرسته غواړم، د دوستانو په مرسته کله چې له دې ځایه ولاړ شم بیرته خپل نارمل ژوند ته ګرځم لکه څنګه چې مې مخکې ژوند درلود بېرته خپل طبابت ته ګرځم او له کوم دوستانو سره مې چې ناسته ولاړه درلوده ضرور ده چې خپله لاره بدله کړم".

په نشو اخته دغه ځوان وايي د نشو څخه د خلاصون لپاره کلکه اراده او پر ځان باور په کار دی، چې دی یې لري او تمه لري چې بېرته خپل عادي او له خوښیو ډک ژوند ته لاړ شي.

XS
SM
MD
LG