د لاس رسي وړ اتصالات

کابل، پکتیا او کندهار کې نن ۳ ځانمرګې بریدونه وشول


کابل، پکتیا او کندهار کې نن ۳ ځانمرګې بریدونه وشول
کابل، پکتیا او کندهار کې نن ۳ ځانمرګې بریدونه وشول

په افغانستان کې په درې ځانمرګو بریدونو کی نن خلکو ته مرگ ژوبله اوښتې.

یوه حمله د کابل ولایت د موسهي ولسوالۍ په ودانۍ کې وشوه چې پکې شپږ تنه ټپیان شول. پدې کې دوه تنه ملکي وگړي شامل و.

دا چاودنه پداسې حال کې وشوه چی پولیسو د ولسوالۍ دفتر ته ددې ځانمرګي د موټر د ننوتلو مخه ونیوله.

د طالبانو ویاند ددی حملې مسولیت په خپله غاړه اخیستی دی.

دوهمه چادونه د افغانستان په ختیځ پکتیا ولایت کې وشوه. د حکومت ماموران وايي چې د پولیسو په یوه تربیوي مرکز باندې د ځان وژونکې حملې په نتیجه کې تقریبا ٣ پولیس مړه شوي دي.

حکومتي چارواکي وايي چې په نننئ حمله کې دوه تنه محلي پولېس چې رزونه یې حاصلوله، او د ملی پولیسو یو غړی وژل شوي دي. دوه پولیسان زخميان دي.

مامورانو ووېل چې چې ېوه ځان وژونکي خپل بم وچوه او دهغه دوهم ملگرې مخکې له هغې چې خپل بم وچوي، پولیسو وویشته.

پولېسو وویل چې ددغو کسانو د دریم ملگري پسې لټون روان دی. نوموړې وتښتېده. طالبانو په پکتېکا دپولېسو په تربېوي مرکز باندی د نننئ حملې مسوولېت په غاړه واخیسته.

همدارنګه په کندهار ښار کی نن یوه ځانمرګي مخکې د وخت څخه یی چاودنه وکړه چی په پایله کی دري تنه ملکیان ټپیان شوي او په خپله برید کونکی هم وژل شوی دی.

خان محمد مجاهد د کندهار ولایت امنیه قوماندان وایي: ځانمرګی برید کونکی پیاده وه، غوښتل یی په پولیسو او آیساف ځواکونو برید وکړي خو د افغان پولیسو له خوا وپیژدندل شو او مخکې د دې څخه چې هدف ته ورسیږي خپل چاودېدونکي توکي یې وچول.

په چاودنه کې د شاوخوا کورنو و کړکیو هیندارې هم ماتې شوي دي.

قاری محمد یوسف احمدي د سله والو طالبانو ویاند وایي: د نورالله په نامه ځانمرګي بریدکونکي چې د کندهار د پنجوایی ولسوالۍ اسیدونکی و، په خارجی ځواکونو باندې برید تر سره کړی چې په پایله کې ۴ تنه خارجي عسکر وژل شوي او ټپیان شوي دي.

XS
SM
MD
LG