د نوې ولسي جرګې د دوه سوه نهه څلوېښت غړو د ټولې ورځې جر او بحث پایله د ددې جرګې مؤقت ريس د ورځې په څلورو بجو په لنډه داسې را غونډه کړه چې سبا به د پارلمان د ریس د ټاکلو درېیم ځلې ټاکنو ته ورځي او خبرې به هم تر سبا غځوي.
د ولسي جرګې مؤقت ریس وویل چې د قانون د شپېتمې مادې په اساس پرېکړه کوي چې سبا به د نوي کاندیدانو ترمنځ د پارلمان ریاست ته ټاکنې کیږي.
محمد سرور عثماني، د ولسي جرګې مؤقت ريس: "قانون صراحت لري، د قانون يو سلو اتمه ماده صراحت لري، نو فلهذا سبا د ټاکنو خوا ته ځو او دا زمونږ د سبا ورځې اجنډا ده."
د ولسي جرګې دا پرېکړه د میرویس یاسیني له خبرو وروسته وشوه هغه دا وړاندېز درلود چې نویو څېرو ته دې وخت ورکړ شي چې د پارلمان ریاست ته ځانونه ونوموي او مسئله اواره ده چې نوې ټاکنې د نویو کاندیدانو په موجودیت کې ترسره شي. خو بل لورته د هغو وکیلانو رضایت له دې موضوع سره نه وو چې ګواکې د ریاست لپاره دې د تېرې ورځې د دوهمې دورې له کاندیدانو پرته دې د نویو کاندیدانو ترمنځ ټاکنې وشي.
عبدالرب رسول سیاف چې تېره ورځ یې له یونس قانوني سره په دوهم دور ټاکنو کې زیاتې رایې وړې وې نن له غرمې مخکې د پارلمان نویو غړو ته وویل چې په قانون کې د تېرې ورځې د دوهم دور ټاکنو ته لاره شته او هغه دې ولټوي.
خو د هغه سیال یونس قانوني بیا له غرمې وروسته د ولسي جرګې غړو ته وویل چې د ټولې ورځې په بحثونو کې پنځه عمده ټکي موندلي چې څلور یې له قانون سره په مغاریت کې دي او پنځم انتخاب دا دی چې د نوي ریس د موندلو لپاره دی سبا د نویو کاندیدانو چې د تېرې ورځې څلور کاندیدان به پکې د کاندیداتورۍ حق و نه لري ونوموي او رایې اچونې دې وشي، پدې ترتیب نوموړي په خپله له معضلې تېر شو.
تېره ورځ په دوو پړاوونو د پارلمان ریاست ته ټاکنې وشوی چې په دوهم دور کې استاد سیاف او یونس قانوني پاتې شول، چې يوه هم د پنځوس جمعه یو په اساس رایې ونه ګټلې خو عبدالرب الرسول سیاف له قانوني مخکې وو، دا لا تراوسه نده معلومه چې سبانیو ټاکنو ته به څومره نوماندان وي.