د لاس رسي وړ اتصالات

د عاشورا مراسم؛ حکومت وایې چې "لومړۍ درجه" تدابیر لري


افغان حکومت وایې چې د مذهبي مراسمو د امنیت لپاره یې "لومړۍ درجه" تدابیر نیولي دي.
افغان حکومت وایې چې د مذهبي مراسمو د امنیت لپاره یې "لومړۍ درجه" تدابیر نیولي دي.

که څه هم د محرم الحرام لسمې ته لس ورځې پاتې دي، خو په افغانستان کې د عاشورا نمانځونکي سر له اوسه ددغې ورځې د نمانځنې لپاره په تیاریو پیل کړی دی.

افغان حکومت وایې چې ددغو مراسمو د امنیت لپاره یې "لومړۍ درجه" تدابیر نیولي دي.

سږ کال د عاشورا د نمانځني لپاره اندېښنه ځکه شته چې د داعش ډلې پدې وروستیو کې د افغان شیعه ګانو پر ضد خپلې حملې زیاتې کړي دي.

په کابل ښار کې لیدل کېږي چې یو شمېر عام خلک د مذهبي مراسمو د امنیت لپاره وسله اخېستې ده.

د مذهبي مراسمو د امنیتي کمیسیون غړي وایې چې د ۱۰۱ مسجدونو د امنیت لپاره یې مسلح کسان ګمارلي دي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني له شیعه عالمانو سره په جلا غونډو کې ویلي چې د محرم د لسمې مراسمو ته به "لومړۍ درجه" امنیتي تدابیر نیسي.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند نجیب دانش وایې چې حکومت "کشفي او استخباراتي ارګانونه زیات په کار اچولي دي"

د عاشورا مراسم؛ حکومت وایې چې "لومړۍ درجه" تدابیر لري
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:13 0:00

XS
SM
MD
LG