د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو واکمني: د کابل په مجللو سالونو کې ودونه روان دي 


د کابل ښار د ودونو په یو سالون کې نن سه شنبه د اګست ۳۱ (وږي ۹) د یو واده په مراسمو کې د ساز او خوښۍ غږ اوریدل کیده.

د کابل ښار د ودونو د یو سالون مدیر شاداب عظیمي د اسوشیتدپرس اژانس ته وویل چې د طالبانو لخوا د ښار له نیولو وروسته لږ تر لږه د اوو ودونو مراسم د هغه په سالون کې ترسره شوي دي.

طالبانو د ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ پورې موسیقي بنده کړې وه، خو دا ځل یې تر اوسه پدې اړه څه ندي ویلي او سندرغاړي پخپله د امنیتي اندیښنو په وجه سالونونو ته له تګ ډډه کوي.

خو بیا ښاغلي عظیمي وویل چې د طالبانو ګزمې د ورځې څو ځلې سالونونو ته ورځي او د امنیت په اړه پوښتنې کوي، خو څوک یې ندي ګواښلي.

ښاغلي عظیمي زیاته کړه چې خلک د ژوندۍ موسیقۍ په ځای ثبت شوې سندرې خپروي او خوښي کوي.

خو بیا هم هغه وویل چې د هغوی کارونه ۸۹ فیصده راکم شوي دي.

دا پداسې حال کې دي چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد، څه وخت مخکې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته وویل چې دغه ډله به موسیقي بنده کړي، ځکه "موسیقي په اسلام کې حرامه" ګڼل شوې ده.

XS
SM
MD
LG