د ۲۰۲۶ کال د کیمیا د نوبل جایزه فرانسوي ساینسپوه هنري کاګان او جاپاني ساینسپوه کنسو سوای ته ورکړل شوه.
د سویډن د علومو شاهي اکاډمۍ د چهارشنبې په ورځ د اوکتوبر ۷مه اعلان وکړ چې دواړو ساینسپوهانو ته دا جایزه د "غیر متناسب عضوي ترکیب کې د غیر خطي او اتوماتیک کتلیټیک اغیزو " د کشف له امله ورکړل شوې ده.
د بلومبرګ د راپور له مخې، کاګان او سوای به د ۱۲ میلیونه سویډني کرونو جایزه په ګډه ترلاسه کړي چې شاوخوا یو میلیون او ۲۰۰ زره امریکايي ډالر کېږي.
د نوبل جایزې اندازه سږ کال په هره برخه کې یو میلیون کرونه زیاته شوې ده. دا زیاتوالی د نوبل جایزو د ۱۲۵مې کلیزې په مناسبت شوی دی.
د تېر کال د کیمیا نوبل جایزه دریو ساینسپوهانو ته ورکړل شوې وه چې د مالیکولي جوړښتونو پر داسې ترکیب یې کار کړی و چې د اقلیمي بدلونونو په مخنیوي کې کارول کېدای شي.
د نوبل د سږنیو جایزو ګټونکي به د اکتوبر تر ۱۲مې په سټاکهولم کې اعلان شي. ټاکل شوې د نوبل د سولې جایزه به د جمعې په ورځ په اوسلو کې اعلان شي
فورم \ دبحث خونه