په کندهار کې په نشه يي توکو روږدي کسان له حکومت څخه غواړي چې درملنه یې وکړي.
دوی وايي که د درملنې امکانات ورته برابر شي، نو تیار دي چې په خپله خوښه روغتیايي مرکزونو ته ولاړ شي او له نشه يي توکو له لاس واخلي.
په نشه يي توکو روږدی یو کس تورجان وايي شپږکاله کیږي چې نشه يي توکو کاروي.
هغه وایي:"صحیح شفاخانې دې جوړې کړي، اوس په دغه ولایت کې یوه شفاخانه ده، ۵۰ بستره، نو هغه هم داسې کسان بستروي چې واسطه ولري یا نوبت ور ورسیږي، هغه نور ټول به په سړکونو باندې پراته وي. "
ډاکټران وايي چې نشه يي توکي په تدریجي ډول پرېښودل کیږي، او په کار ده په نشه يي توکو له روږدو سره اوږدمهاله کار وشي.
د دوی په باور په زور د نشه يي توکو پرېښودلو ته د روږدو مجبورول ښې پایلې نه لري.
په کندهار کې د عامې روغتیا ریاست په چوکاټ کې، د نشه يي توکو د روږدو د درملنې یوازې یو پنځوس بستریز مرکز فعالیت لري، دغه مرکز ته د درملنې لپاره د نشه يي توکو سلګونو معتادینو مراجعه کړې، چې دلته یې د درملنې امکانات نشته.
د کندهار د عامې روغتیا ریاست د معتادینو د درملنې د برخې مسئول ډاکټر رحماني وايي: "اګرچه د درملنې لپاره په کندهار ولایت کې یو تعداد روغتیايي مرکزونه شته، اما په هغه اندازه چې د معتادینو لپاره کفایت وکړي، کم دي، نه شي کولای دغه روغتیايي مرکزونه د ټولو هغو معتادینو درملنه پر وخت او سم ډول وکړي لکه څنګه چې لازمه ده."
د کندهار د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې ریاست د معلوماتو په اساس په جنوب حوزه کې لږترلږه ۳۰۰زره کسان په نشه يي توکو اخته دي چې ډیر یې په کندهار ولایت کې دي.