د لاس رسي وړ اتصالات

د کندهار او اروزګان لویه لاره د ترافیکو پر مخ تړل شوې


دغه لار وروسته له هغې د امنیتي ځواکونو له خوا د ترافیکو پر مخ تړل شوې، چې وسله‌والو طالبانو د شاه ولیکوټ او د اروزګان ترمنځ سیمو کې ماینونه ځای پر ځای کړل.

د کندهار امنیتي مقامات وايي چې یاده لار باندې تيره شپه وسله والو طالبانو ماینونه ځای پر ځای کړي او دوی يې اوس د خنثی کیدو په هڅه کې دي.

یاده لار د اروزګان لپاره یوازنی مواصلاتي لار ده چې د دغه ولایت ټولې اړتیاوې له همدې لارې څخه پوره کیږي.

د کندهار د پوليسو یوه امنیتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل، چې لس ګونه وسله والو طالبانو تېره شپه د کندهار پر شمالي ولسوالیو نېش او شاه ولیکوټ کې پر امنيتي پوستو بریدونه وکړل او ورسره سم يې یاده لار هم د ترافیکو پرمخ وتړله.

سرچینې زیاته کړه چې وسله والو طالبانو له زابل اروزګان او ځینو نورو سیمو څخه خپل وسله وال سیمې ته د ډله ییزو بریدونو لپاره را ټول کړي.

د کندهار د پوليسو ویاند لمړي څارن ضیا دراني امریکاغږ اشنا رادیو ته تائید کړه چې د اروزګان – کندهار لویه لار د ترافیکو پرمخ تړل شوې.

هغه زیاته کړه چې یاده لار باندي وسله‌والو طالبانو د شاه ولیکوټ ولسوالۍ او د اروزګان ترمنځ سیمو کې ماینونه ځای پر ځای کړي او امنیتي کسان يې اوس د لمنځه وړلو په هڅه کې دي.

دی وايي چي د ملکي خلګو د مرګ ژوبلي د مخ نیوي لپاره وسایطو ته هم د لاري د خلاصون تر وخته پوري د تګ راتګ اجازه نه ور کول کیږي.

بلي خواته تيره شپه د کندهار د نېش ولسوالۍ پر مرکز وسله والو طالبانو لوه حمله کړې چي په ترځ کې يې ۱۰ پوليس او ۱۵ تنه وسله وال طالبان وژل شوي.

د کندهار د پوليسو ویاند ضیا درانی پدې اړه وايي چي په پېښه کې ۶ پوليس او ۲۰ تنه وسله وال طالبان ټپیان شوي هم دي.

له تیرو ۲ اونیو راهیسی د کندهار په شمالي ولسوالیو شاه ولیکوټ، نېش او خاکریز کې نا امنیو زور اخیستی او ځايي خلګ يې اندېښمن دې چې که حکومت و یادو سیمو ته خپله پاملرنه زیاته نکړي نو دوی به له لویو ستونزو سره مخ شي.

بلي خواته د کندهار – اروزګان لويې لاري ته نږدې د شاه ولیکوټ ولسوالۍ د چینار او ماڼو د کلیو د هغو یرغمل شویو ۴۳ ملکي خلګو سرنوشت لاهم ندی معلوم چې وسله والو طالبانو یرغمل کړي.

وسله والو طالبانو کندهار اروزګان د لويې لاري، نېش ولسوالۍ د جګړې او د ملکي خلګو د یرغمل کیدو په اړه کومه تبصره نده کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG