د لاس رسي وړ اتصالات

د کندهار د عینو مینې په ځانمرگی برید کې مرگ ژوبله اوښتې


د کندهار د عینو مینې د ځانمرگي برید ساحه
د کندهار د عینو مینې د ځانمرگي برید ساحه

د کندهار د عینو مینې په چوک کې نن ماښام څه پاسه شپږ بجې چاودنه شوې چې څو تنه په کې وژل شوي دي.

د امریکا غږ خبریال وایي پېښه څه باندې ۶ بجې د عینو ميني په یوه تفریحي سیمه (سیټا سړک) کې رامنځ ته شوې ده.

د عیني شاهدانو په وینا ددغه موټر بم په چاودنه کې ۴ تنه وژل شوي چې دوه یې پولیس او دوه یې عام خلک دي. په پیښه کې ١٠ تنه نور ټپیان شوي هم دي.

د کندهار د پوليسو ویاند ضیا دراني پېښه تائيده وي خو زیاته وي چې بشپړه جزیات به يې وروسته له رسنیو سره شریک کړي.

د کندهار د پوليسو یوه مقام د نوم نه ښودلو په شرط امریکاغږ ته وويل چې ځانمرګی بریدگر په یو تېز رفتاره ویډز موټر کې سپور و چې د پوليسو په یو رینجر موټر يې برید وکړ.

سرچینه زیاتوي چې په پېښه کې ۲ تنه پوليس وژل شوي او ٢ تنه نور ملکي کسان دي چې په میله کې یې گډون کړی و.

په ورته وخت کې د کندهار د عامي روغتیا رئیس ډاکتر عبدالقیوم پخلا امریکا غږته وويل چې د پېښي له ځای څخه میرویس حوزوي روغتون ته ۶ تنه ټپیان لیږدول شوي دي.

هغه زیاته کړه چې په ټپیانو کې د ځینو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.

د عینو مینې دوهمې برخې ته د هرې جمعې په ورځ په زر ګونو کسان د میلې او تفریح لپاره ورځي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG