د لاس رسي وړ اتصالات

آنلاین زده کړې؛ امریکايي ښوونکې د کندهار انجونو ته تدریس کوي


یو شمېر امریکايي ښوونکې د انټرنټ له لارې په کندهار کې انجونو زده کوونکو ته تدریس کوي.

د کندهار د عصري زده کړو په انسټېټیوټ کې د مرکز او بیلابیلو ولسوالیو لسګونه زده کوونکې په زده کړو بوختې دي.

د انسټېټیوټ مشر احسان احسان وایې چې د ښځو لخوا ښځو ته تدریس زیاتې انجونې سبق ته هڅولې دي.

د ښاغلي احسان په وینا له انسټېټیوټ څخه فارغو ۲۷ تنو انجونو ته د نړۍ په معتبرو پوهنتونونو کې د لوړو زده کړو زمینه برابره شوې ده.

د افغانستان په جنوب، په خاصه توګه کندهار ولایت کې د ناامنیو، کلتوري محدودیتونو او ګڼو نورو لاملونو له وجې د ښځو تعلیم کمزوری دی.

د امریکا له شیکاګو ایالت څخه یو شمېر ښځېنه ښوونکې د سکایپ او نورو انلاین اپلیکیشنونو په واسطه د کندهار د عصري زده کړو په انسټېټیوټ کې زده کوونکو ته تدریس کوي.

په دغه تدریسي پروګرام کې زده کوونکې او ښوونکې مستقیم له یو بل سره خبرې او سوال او ځواب کوي.

په کندهار کې هرکال د ګوتو په شمار د دولسم ټولکي فارغانې د لوړوزده کړو لپاره پوهنتونونو ته کامیابیږي.

هغه زده کوونکې چې اوس له بهرنیو ښوونکو څخه سبق وایې، باور لري چې ډیر څه یې زده کړي او کولې شي په لوړه سویه خپلو تعلیماتو ته دوام ورکړي.

آنلاین زده کړې؛ امریکايي ښوونکې د کندهار انجونو ته تدریس کوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:50 0:00

XS
SM
MD
LG