د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار کې ایران ساخت توغندي نیول شوي ـ چارواکي


د کندهار امنیتي چارواکي وايي، د کندهار ښار په اومه امنیتي حوزه کې يې د ایران ساخت پرمختللي توغندۍ نیولي دي.

د یاد ولایت د پوليسو مطبوعاتي دفتر د سې شنبې په ورځ د «غوايي پر ۳۱مه» په یو بیان کې ویلي چې یاد توغندي نن ماسپښين د ښار په لوېدیځ کې د اومې امنیتي حوزې پوليسو مخکې له دې چې پر هدف وتوغول شي نیولي دي.

د کندهار امنیې قوماندانۍ رسنیو ته د نیول شوو توغندیو د انځور په لېږلو سره ویلي چې نیول شوي توغندۍ په نوې تکنالوجۍ سمبال دي او د ډېر تخریب د رامنځته کولو وړتیا لري.

که څه هم تر دامهاله د دغه نیول شوو توغندیو هدف او دا چې د چا لخوا ځای پر ځای شوي وې معلوم نه دی، خو د کندهار د امنیې قومندانۍ په اعلامیه کې د مل پاسوال تادین خان له قوله د دولت وسله والو مخالفینو ته په خطاب کې ویل شوي چې د پردیو په بمونو او لمسون دي خپل هېواد نه خرابوي.

امنیه قومندان په عیني حال کې خبرداری ور کړی چې د امنیت د ګډوډونکو پر وړاندې به د خپل ورور جنرال عبدالرازق په څېر رحم نه کوي.

پر همدې مهال د کندهار د والي ویاند عزیزاحمد عزیز هم په دې اړه امریکا غږ ته وویل، چې امنیتي ادارې په دې اړه جدي تحقیقات کوي.

یاد چارواکي وايي، چې تر دامهاله یې د دغه توغندیو سره د تړاو په تور څوک نه دی نیولی.

کندهار کې نیول شوي توغندي
کندهار کې نیول شوي توغندي

نوموړي زیاته کړه چې په پرمختللي تکنالوجۍ سمبال د ایراني جوړ بمي توغنديو موجودیت د جدي اندېښنې وړ موضوع ده او په دې برخه کې د کندهار امنیتي او استخباراتي ادارې د معلوماتو په را ټولو بوخت دي.

ده وويل:"دغه ایرانۍ جوړ بمي توغندي زموږ پوليسو نن ماسپښین تر توغول کېدو مخکې کشف کړي دي، د انجنیري ټيم بوخت دی چې د دې بمي توغندي د تخریب او نورو اړخونو په اړه معلومات بشپړه کړي، د ولایت نظامي شورا په دې اړه جدي سپارښتنه کړې تر څو په اړه يې بشپړه او هر اړخیز معلومات را غونډ شي او وروسته به يې په اړه اقدام وشي."

تر دامهاله په افغانستان کې د ایران سفارت په دې اړه تبصره نه ده کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG