د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار: په لسګونو تښتېدلي زندانیان بیرته نیول شوي


کندهار: په لسګونو تښتېدلي زندانیان بیرته نیول شوي
کندهار: په لسګونو تښتېدلي زندانیان بیرته نیول شوي

افغان مامورین وایي عسکرو د کندهار د سرپوزې د زندان څخه د څلور سوه اته اتیا تنو تښتیدلو طالبانو له جملې نه ۷۱ تنه بیرته نیولي دي.

طالبان وايي په تیرو پنځو میاشتو کې یې ۳۵۰ متره اوږد تونل یې دغه زندان ته ایستلی وو او له همدې لارې بندیان وتښتېدل.

په همدی لړ کی د پاکستان سره د کندهار سرحدی سیمو دپاره لا کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

د افغانستان د عدلیه چارو وزیر وویل حبیب الله غالب دا ومنله چی د تېښتې پدې طرح کې په زندان کې دننه کسان هم شامل وو خو هغه وویل چې افغان او ایتلافي ځواکونو باید دا پلان کشف او شنډ کړی وای.

XS
SM
MD
LG